Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا لجې منګل اوسېدونکي د سړک نه شتون له امله ستونزو سره مخ دي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/11

په سویل کې د پکتیا ولایت لجې منګل ولسوالۍ  درې  اوسېدونکي وايي،د سړک نه موجودیت له امله یې ناروغان پر وخت روغتیایي مرکزونو ته نه رسیږي، لاره کې ساه ورکوي او خوړ کې د اوبو له ډېریدو سره یې درې ته تګ راتګ ناشوني وي. 

دوی وایي،مخکېني حکومت کې یې څو ځله د سړک سروې ترسره شوې،خو عملي کار پرې نه دی شوی. 

د لجې منګل ولسوالۍ اوسېدونکي  وايي:« ژمي کې واورې او پسرلي او اوړي کې خوړ کې اوبه ډیرې وي، ناروغان پر وخت روغتونونو ته نه رسیږي. یو موټر په څلور زره افغانۍ ځي،خلک غریب دي،زر افغانۍ هم څوک نه نه لري.» 

د لجې منګل ولسوالۍ  یو بل اوسېدونکی بیا وايي:«مخکیني حکومت کې څو ځله د سړک سروې شوې، خو عملي کار نه دی شوی اوس له اسلامي امارت غواړو چې دغه سرک دې مونږ ته جوړ کړي که پوخ نه چې په خام ډول خو جوړ شي.» 

دوی همدا راز وایي، د اوبو د ډېریدو پر وخت خلک ناروعان، په اوښانو،اسانو او بار وړونکو موټرو کې انتقالوي او په څو پیښو کې یو شمیر کسان اوبو وړي دي. 

د لجې منګل ولسوالۍ اوسېدونکی وايي:« ټوله دره کې زرګونه کورنۍ اوسیږي. دا سړک په خوړ کې دی،کله چې باران کیږي ، سېلابونه راووځي، په څو پیښو یې کې یو شمیر کسان اوبو وړي دي.»

د لجې منګل  ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« ۲۵ کیلو متره لاره ده. ټول مزل په خوړ کې کوو.اوس خو وچکالي ده، پسرلي کې خلک په اوښانو، اسانو او بار وړونکو موټرو کې  تګ راتګ کوي.» 

د پکتیا اطلاعاتو کولتور مشر خالقیار احمدزی  وايي، ټوولګټو چارو ریاست له اړوند وزارت سره د لجې منګل درې سړک ستونزه شریکه کړې او د هواري ډاډ یې ورکړل شوی.

احمدزي زیاته کړه:« د لجې منګل ولسوالۍ د اوسېدونکو د سړک په اړه به ووایم چې ټوولګټو چارو ریاست له اړوند وزارت سره یاده ستونزه شریکه کړې او ډ هواري ډاډ ورکړل شوی.»

خالقیار احمدزی همدار راز وایي، ټوولګټو چارو وزارت له بسپنه ورکوونو بنسټونو سره د لجې منګل درې د سړک ستونزه شریکه کړې او هڅه دا ده ،چې بودیجه ورته پیدا او  سړک جوړ شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist