Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: په کور دننه وروستیو پرېکړو افغانستان له نړۍ سره له تعامل لرې کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/10

 د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي،چې پر کوردننه ځینو وروستیو پریکړو نړۍ بې باوره کړې او له کابل سره یې سیاسي اړیکې اغیزمنې کړي دي.

دوی وايي،له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د نړۍ تمې خلاف حرکتونه د دې لامل شوي دي،چې نړیوال له افغانستان سره د سفیرانو پر کچه رسمي اړیکو ټیګښت نور هم وځنډوي. 

کارپوهانو اندیښنه داده،که دغه مسله په همدې توګه دوام وکړي،افغانستان به د اوږد مهال لپاره په نړۍ  کې له ګواښوونکې سیاسي انزوا سره مخ وي او قرباني به یې عام افغان ولس وي. 

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:« د نجوونو ښوونځي نه دي پرانېستل شوي، د ښځو او بشري حقونه هغه ډول چې تمه یې وه،کار  نه دی شوی. دا د دې لامل شوي،چې نړۍ افغانستان سره  د سفیرانو پر کچه اړیکو ته زړه نه ښه کوي او په اوږدمهال کې افغانستان یوې ګواښوونکې انزوا خواته بیايي.» 

ځینې بیا په سیاسي برخه کې د افغنستان او نړۍ ترمنځ د رامنځ ته شوي واټن  لامل په کابل کې د ښې حکومتدارۍ نه وړاندې کول او په دغه برخه کې د نړیوالو هغو شرایطو ته زمینه نه برابرول یادوي،چې د رسمیت پیژندنې لپاره افغانستان ته وړاندې شوي ول. 

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:«داچې موږ له نړیوالو نه فاصله اخیستې ده،منزوي راغلي یو،ونتوانیدلو،چې  له نړۍ سره تعامل وکړو. لامل  یې دادی،چې په کابل کې هغه کورنۍ دندې نه دي ترسره شوي،چې اړتیا ورته لیدل کیده. دولت داري او حکومت داري برخو او خدماتو وړاندې کولو په برخه کې پاتې راغلي یو. په ټوله کې طالبانو ته پکار ده،چې چې هغه شرایط چې نړۍ ورته وړاندې کړي دي، باید زمینه ورته مساعده کړي،چې وکولای شو،له نړۍ سره بېرته اړیکې جوړې کړو.» 

کارپوهانو وړاندیز دادی،چې افغانو ښځو ته د حجاب د توصیې او د نجونو ښوونځیو د بندیدو پرځای دې  لویه جرګه راوغوښتل شي او له لارې دې د نظام نوعیت په ډاګه او له ولس سره په همغږۍ دې د اقتصادي بحران د مخنیوي او اجتماعي ستونزو د حل لپاره لارې چارې ولټول شي. 

د مخکینۍ ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي:« د دې پرځای،چې حجابونو پسي وګرځي،باید په ولس ځان ومني،نوعیت د نظام دې د یوې لویې جرګې له په ترڅ کې معلوم کړي او داسې یوه لویه جرګه،چې ټول افغان ولس په کې شتون ولري، نه یوازې ملایان. له هغې وروسته داسې یو دولت جوړ کړي،چې ولس منلی وي او اجتماعي اقتصادي او امنیتي رفا رامنځ ته کړي،بیا کولای شو،چې له نړۍ سره تعامل ته ورسیږو.» 

تر امر ثاني پورې له شپږم ټولګي پوررته د نجونو ښوونځیو له تړلو وروسته  اسلامي امارت  ښځو ته د اسلامي حجاب د مراعات کولو اعلان کړی دی،چې دغې مسلې پر کور دننه او بهر غبرګونونه راپارولي دي. 

له دې وړاندې اسلامي امارت تل په دې ټینګار کړی دی،چې افغانستان د رسمیت پیژندنې لپاره ټول هغه نړیوال معیارونه یې پوره کړي،چې په دغه برخه کې یو هېواد ورته اړتیا لري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist