Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سراج الدین حقاني د ترکیې له سفیر سره کتلي

حقاني: د سویل ختیځ زون ولایتونو کې د قومي تربګنیو حل په موخه کمېټه جوړوو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/08

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وايي، په پام کې لري،چې د سویل ختیځ زون درې ولایتونو، پکتیا، پکتیکا او خوست کې د بدیو او تاوتریخوالي د نورو قضیو مخنیوي په موخه د ولایتي چارواکو پر مشرۍ کمیټې جوړې کړي. 

حقاني دغه خبرې  د یکشنبې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د غويي پر ۱۸ مه» د پکتیا ګردې څېړۍ ولسوالۍ په سرخېلو سیمه کې د قومي مشرانو په یوې جرګه کې،چې د هغه او کورنۍ له خوا یې له یوې بلې کورنۍ د بښنې په موخه جوړه شوې وه،وکړې. 

حقاني  د سویل ختیځ زون له والیانو او قومي مشرانو وغوښتل،چې د کورنیو او قومونو تر منځ د شخړو د هواري لپاره دې قومي تړونونه رامنځته کړي. 

دغه راز حقاني وویل،  والیان او قومي مشران دې د دغه تړونونو له مخې د قومونو او کورنیو تر منځ شخړې هوارې او خلک یووالي ته را بولي .

حقاني  وايي:«  د الله په خاطر اول په خپلو قومونو کې تاسې قومي مشران او دیني عالمان دا تړونونه رامنځته کړئ،چې لومړۍ لویه پکتیا کې دا دښمنۍ پر دوستۍ بدلوو، بیا به ځو لوګر او نورو ولایتونو ته او هېواد کې به د دښمنۍ تخم ورکوو.» 

د پکتیا ګرده څیړۍ ولسوالۍ ته دغه قومي مشران د حقاني کورنۍ او د یوې بلې کورنۍ تر منځ د ۸۰ کلنې دښمنۍ د له منځه وړلو لپاره  د بښنې په موخه ورغلي ول. 

بلاخره مقابلې کورنۍ د قومي مشرانو پریکړه ومنله او د حقاني له  کورنۍ سره یې دښمني په دوستۍ بدله شوه  او  د دواړو لورو تر پخلا کېدو وروسته یې یو بل ته غېږې ورکړې. 

د حقاني کورنۍ غړی انس حقاني  وايي:« موږ په دې باندې ویاړو. د الله شکر ادا کوو،چې زموږ په ژوند او وجود دا مسئله د تل لپاره حل شوه. هغې کورنۍ ته موږ په غذر او د دود او رواج له مخې په ننواتې راغلو. دوی زموږ ننواتې قبولې کړې.» 

انس حقاني وایي، کورنۍ یې په ټولیز ډول د کورنیو او قومونو ترمنځ د شخړو د هواري نیت لري او نږدې راتلونکي کې به د بلخیلو،صبریو او یو شمیر نورو قومونو شخړې په سوله ییز ډول حل شي. 

هغه زیاته کړه:« نږدې راتلونکې به د بلخیلو او صبریو ترمنځ چې کومه شخړه ده،دا به حل کیږي او دلته د سرخېلو او د نکې طرف د کوم قوم تر منځ،چې کومه تاریخي شخړه ده،هغه به هواریږي او دا مسایل به ان شاء الله قدم په قدم حل کېږي.» 

د ځمکې پر سر د کورنیو او قومونو تر منځ شخړې لویه پکتیا کې اوږده مخېنه لري،چې ډېری وخت دغه شخړې پر وسله والو نښته اوړي او د دواړو لوریو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist