Skip to content
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د سختې بېوزلۍ او فقر په اړه اندېښنه ښودلې ده.
اوچا ویلي،په تېره مارچ میاشت کې په هرو سلو افغانانو کې یوازې اووه تنو یې پوره خوړو ته لاسرسی درلود.
اوچا زیاتوي:« د روان کال په مارچ میاشت کې په سلو افغانانو کې یوازې اووه کسانو کافي خواړه لرل. په افغانستان کې د هغو خلکو شمېر،چې د لوږې، بېوزلۍ او غربت سره مخ دي، د جدي اندېښنې وړ ده. په ورته مهال په دغه هېواد کې هغه میلیونونه افغانان چې ښځې، نارینه او ماشومان په کې شامل دي، د یوه وخت خوړو د پیدا کولو لپاره کار کوي،چې له نامالوم برخلیک سره مخ دي.»
د اوچا مشرې ایزابېل موسارډ کارلسن د هغو افغانانو پر ملاتړ او ورسره پر مرستو هم ټینګار کړی دی،چې په تېرو اونیو کې د سختو سېلابونو او ورښتونو له امله ورته درانه مالي او ځاني زیانونه واوښتل.
دغو سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو او د بشري مرستو جلبولو لپاره د اسلامي مارت د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې پر نړیوالو مرستندیویه موسسو او سازمانونو غږ کړی دی،چې په افغانستان کې د طبیعي پيښو زیانمنو سره مرستې وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز عزیز وايي:« نړیوالو ته یې باید څرګنده کړي،هغه موارد چې ستاسو غوښتنې دي، موږ کولای شو، چې په دې اړه باندې ګامونه واخلو. دغه کارونه او چارې کولای شي،چې د نړیوالو مرستو هغه لړۍ چې په افغانستان کې اوس وخت کې ډېر ټکني حالت کې روانه ده،چټکتیا ورکړي. »
په افغانستان کې فقر او بېوزلي ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې ده. د افغانستان اسلامي امارت نړیوالو پر نړیوالو په ځلونو غږ کړی دی،چې له افغانانو سره د بشري مرستې نه سیاسي کوي او دوام دې ورکړي.
که څه هم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په تازه راپور کې ویلي، سږني کال کې له ۱۸ میلیونو زیاتو افغانانو ته بشري مرستې رسېدلي،خو پر وینا یې باید دغه لوږه او بېوزلي بنسټیزه ختمه شي.