Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی: چمتو نه یو په یوازې توګه د افغانستان نوی نظام پر رسمیت وپېژنو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/08

د افغانستان لپاره  د ازبکستان ځانګړي استازي  عصمت الله ایرګاشیف ویلي،په یوازې ځان د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه پیژني او په اوسنیو حالاتو کې دغسې یو کار او لویې پریکړې ته چمتو نه دي. 

ایرګاشف ویلي،هغه څه چې نړۍ یې هېله درلوده،په کابل کې به ترسره شي او د رسمیت پیژندنې لپاره به زمینه برابره کړي،نه دي ترسره شوي .

هغه زیاته کړې:« په اوسنیو حالاتو کې چمتو نه یوو،چې په یوازې ځان د افغانستان نوی نظام په رسمیت وپیژنو او اسلامي امارت تر دې دمه داسې څه نه دي کړي،چې رسمیت پیژندنې ته زمینه برابره شي. که وضیعت په همدې توګه دوام وکړي، دا به سخته وي،چې د نړیوالې ټولنې له لوري دې پر رسمیت وپیژندل شي.» 

خو  د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار بیا دادی،چې د رسمیت پیژندنې لپاره یې ټول معیارونه پوره کړي او  د نړۍ لپاره یې هېڅ داسې پلمه نه ده پریښې،چې هغوی دې اسلامي امارت په رسمیت ونه پيژني. 

مجاهد زیاته کړه:«موږ نړیوالو ته هېڅ کومه بهانه نه ده پریښې،چې دوی دا دلیل ونیسي،چې موږ په رسمیت ونه پیژني،هرڅه که ژر دا کار وشي،په سیاسي عرصه کې به زیات پرمختګ وکړو.» 

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند بیا په دې باور دي،چې حکومت باید د نړیوال مشروعیت او رسمیت ترلاسه کولو لپاره لومړی باید په ملي کچه همغږي،ملاتړ او پر کور دننه ملي او سیاسي اجماع رامنځ کړي.

ځلاند وايي،د ولس باور کولای شي،چې د واکمنۍ مشروعیت لوړ کړي او د دې ترڅنګ دې باید د سیمې له هېوادونو سره نږدې همغږۍ رامنځ شي . 

ځلاند  زیاته زیاه کړه:« د افغان حکومت د رسمیت پيژندنې لپاره لازمه ده،چې ځېنې کارونه باید پر کوردننه وشي او ځینې هم بهر او سیمه کې تر ټولو مهمه داده،چې طالب چارواکي پر کوردننه یوه ملي سیاسي اجماع رامنځ ته کړي،ترڅو د واکمنۍ ولسي مشروعیت لوړ شي. ولس ورسره همغږۍ شي د قدرت له انحصاره همدا رنګه هغو مسایلو څخه چې هغه له ولس سره په ټکر کې واقع کیږي، باید ممانعت وشي. د سیمې له هېوادونو سره باید همغږي رامنځ ته شي او د سیمې هېوادونه باید ډاډ من شي، چې د افغانستان نوي نظام ددوي په ګټه دی.» 

پخوانی ډیپلومات عزیز معارج بیا وايي،ترهغې چې د نړۍ ستر قدرتونه افغانستان پر رسمیت ونه پیژني، د درېیمې نړۍ هېوادونه نه شي کولای،چې په خپل سره دغسې یو اقدام وکړي او ځان له امریکا او روسیې سره په ټکر کې واقع کړي. 

معارج  زیاته کړه:« تر ډېره بریده پورې نړۍ دوه قطبي حالت ته روانه ده،یعني ترهغې چې امریکا او روسیه افغانستان پر رسمیت ونه پیژني، د درېیمې نړۍ هېوادونه نه شي کولای،چې افغانستان په رسمیت وپیژني او نه شي کولای،چې له هغوی سره په ټکر کې واقع شي.» 

دا په داسې حال کې ده،چې د افغانستان ګاونډیو او د سیمې یو شمیر ځواکمنو هېوادنو روسیې،ترکیې، قزاقستان،پاکستان،ایران او ځینې نورو هېوادونو نوي افغان ډیپلوماتان منلي دي او د اورپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو له سازمان سربیره شااوخوا ۱۳هېوادونه په افغانستان کې فعال سفارتونه لري او خپلې چارې په عادي ټول پرمخ بیايي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist