Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

فرانسې او هند په افغانستان کې د ټول شموله حکومت غوښتنه کړې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/07

پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو که څه هم څه باندې اته نیمې میاشتې تېریږي،خو نړیوال لا هم په خپل دریځ ټینګ دي او له طالبانو د ټول شموله حکومت تشکیلول غواړي،هغه غوښتنه چې د رسمیت پیژندنې لپاره له کلیدي شرطونه ده.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي او د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د افغانستان په تړاو خبرې کړي دي.  نوي ډیلي او پاریس په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، دافغانستان په نوي حکومت کې باید ماشومانو، ښځو او لږکیو ته درناوی موجود وي.

د ګډې خبرپاڼې یوه برخه:« فرانسې او هند د افغانستان روان بشري وضیعت او د بشر حقونو نقض په اړه جدي اندېښنه ښودلې ده او د یوه با ثباته او سوله ییز افغانستان یې ملاتړ ښودلی دی. دواړو هېوادونو ټینګار کړی دی،چې د افغانستان اقتدار،یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او په کورنیو چارو کې به یې لاسوهنه نه کوي.» 

د ایمانول ماکرون او نرېندرا مودي د لیدنې په ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان په موضوع کې باید له هیڅ زغم کار وانخېستل شي او باید اجازه ورنه کړل شي،ترڅو یاده خاوره بیا د ترهګرو له خوا وکارول شي. 

دوی ویلي، په دې تړاو دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۵۹۳ ګڼه پریکړه لیک پلی شي.

د ګډې خبرپاڼې یوه برخه وايي:« دواړو مشرانو ټینګار وکړ،چې د افغانستان موضوع کې له هیڅ زغم کار وانخېستل شي ،تر څو ترهګري د نړۍ نورو سیمو ته خپره نه شي. دوی هوکړه وکړه،چې په دې برخه کې به د ملګرو ملتونو امنیت شورا سره پر ګډه کار کوي.» 

هند او فرانسه داسې مهال افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښونو په اړه خبرې کوي،چې  د امریکا متحده ایالتو تازه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر بیا انسجام اندېښنه ښودلې ده.

 د امریکا د پوځ لوی درستیزانو کمیټې مشر جنرال مارک میلي د سنا دفاعي کمیټې ته ویلي، افغانستان کې ترهګرې ډلې او داعش هڅه کوي، له هېواد بهر بریدونه وکړي،خو لا بریالي شوي نه دي.

میلي زیاته کړې:« داعش او نورې ترهګرې ډلې غواړي،چې په افغانستان کې بیا منسجمې شي،خو تر اوسه په دې بریالي شوي نه دي،چې د امریکا متحده ایالتو خاورې ته ګواښ پېښ کړي. موږ دوی له نږدې څارو او که ګواښ پېښ کړي،  اړین اجرات به وکړو.» 

له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو په تړاو داسې مهال اندېښنې راپورته کیږي،چې اسلامي امارت تل دا ډول اندېښنې بې ځایه ګڼلي او ډاډه دی،چې داعش په افغانستان کې جدي ګواښ نه دی.

اسلامي امارت ویلي،د دوحې هوکړې ته پوره ژمن دي او اجازه به ورنه کړي،چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist