Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تخار کې په ۲۰۰۰ زره جریبه ځمکو کرل شوي کوکنار له منځه یوړل شول

تخار کې په ۲۰۰۰ زره جریبه ځمکو کرل شوي کوکنار له منځه یوړل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/11

د تخار ولایت اړوند سیمو کې د کوکنارو له منځه وړلو کمپاین د دې ولایت امنیه قومندانۍ له نشه یي توکو سره مبارزې مدیریت له خوا پیل شو.

چارواکي وایي، د دې کمپاین په ترڅ کې یې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې پر شاوخوا دوه زره جریبه ځمکو کرل شوي کوکنار له منځه وړي او دا پروسه لا هم دوام لري.

د تخار ولایت امنیه قومندانۍ کې له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر قاري ذبیح الله هجران وايي: « تر اوسه د تخار په مرکز او شپږو ولسوالیو کې تقریبا ً ۲۰۰۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې.»

د دوی په خبره، هغه کسان چې د کوکنارو په کرکیله کې ښکېل وموندل شي، له قانوني چلن سره به مخ اوعدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر زیاتوي، له دې کار موخه په ټولنه کې د نشه‌یي توکو د خپرېدو مخنیوی او د خلکو د ژوند خوندیتوب دی.

د تخار ولایت امنیه قومندانۍ کې له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر وايي: « زه له ټولو بزګرانونو غواړم چې حلالو کښتونو ته مخه کړي؛ ځکه چې دا بوټی د ځوانانو د تباهۍ سبب ګرځي او ټولنې ته زیان رسوي. که چېرې څوک له دې کار لاس وا نه خلي، قانوني چلن به ورسره وشي.»

بله خوا، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د یاد کمپاین هرکلی کړی او وایي، د کوکنارو کرکیله د ټولنې لپاره جدي ستونزې رامنځته کوي.

دوی له بزګرانو غواړي چې د کوکنارو پرځای قانوني او ګټور کښتونه وکري، ترڅو د خلکو اقتصاد پیاوړی شي او هم ټولنه له نشه‌یي توکو پاکه پاتې شي.

د سیمې اوسېدونکی عبدالله وايي: « زموږ په سیمه کې د کوکنارو کښت ډېر نه شته، ځکه دا بوټی حرام دی، ځکه دا شی خلک ناروغوي. زه له خلکو غواړم چې غنم، جوار او نور حبوبات وکري.»

د سیمې اوسېدونکی ابراهیم وايي: « خلک باید له دې وروسته تریاک ونه کري، ځکه ځوانان معتاد کوي. باید مخور او سپین ږیري خلک راټول کړي او ترې وغواړي چې نور کوکنار ونه کري.»

له دې ټولو سره، د سیمې اوسېدونکو ټینګار دا دی چې حکومت دې بزګرانو ته د بدیلو کښتونو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او کرنیزه برخه کې دې اړین ګامونه پورته شي، ترڅو خلک د کوکنارو کر ته اړ نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist