د زلمي ویسا درملنه شوې او هېواد ته را ستون شو.
دکندهار والي زلمی ویسا چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په یو وسلهوال برید کې ټپي شوی و، له درملنې وروسته نن هېواد ته راستون شو.
د تلې میاشتې په ۲۶مه د زلمي ویسا ساتوونکي هغه مهال ډزې پیل کړې چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان کندهار ته تللی و او ولایت مقام کې یې د کندهار امنیتي مسوولینو سره غونډه درلوده.
په دغه برید کې د کندهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق او د ملي امنیت رییس جنرال مومن ووژل شول او والي ټپي شو.
بریدګر له برید یو ه میاشت وړاندې د والي ساتونکي په توګه په دنده ګمارل شوی و.
د والي ساتوونکي په تړاو لا هم پوښتنې په خپل ځای پاتې دي او تمه دا ده چې د والي له راتګ سره به د دغه برید په تړاو ځینې پوښتنې هم ځواب شي.