Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پوهنې وزارت سلګونه اداري بستونه ازادې سیالۍ ته وسپارل

پوهنې وزارت سلګونه اداري بستونه ازادې سیالۍ ته وسپارل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/11

د پوهنې وزارت دلته د رسنیو د استازو پر وړاندې ۱۰۶۰ خالي بستونه د ازاد رقابت لپاره اعلان کړل چې په کې د ولسوالیو اړوند د پوهنې آمریتونه او په ولایتونو کې تش اداري بستونه شامل دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دغو بستونو ته د دوشنبې له ورځې وروسته د نوم لیکنې پروسه رسماً پيلېږي چې د استخدام پروسې له بشپړېدو سره به يې د پوهنې په بهیر کې ښه‌والی راشي او پر شرایطو برابرو کسانو ته د کار کولو فرصت ورکړل شي.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د پوهنې بهیر د معیاري کېدو په موخه يې روان کال ځینې د پروګرامونو تطبيق کول په نظر کې نیولي.

د پوهنې وزارت د تنظیم او کیفیت معین عبدالخالق صادق وايي: « روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت په تدریسي چارو کې دری لوی پروګرامونه په پام کې لري.»  

د نوموړي په خبره، په ټولو ولایتونو کې يو داسې ښوونځی هم تاسيسوي چې پر شپه غالي یا ليليې سربېره به د درسي سيسټم پر اړوند عصري وسايلو هم سمبال وي.

په ورته مهال، نور چارواکي وايي، یادو بستونو ته فوق بکلوریا(۱۴ فارغ) لیسانس (۱۶ فارغ) کسان د نوماندانو په توګه نوم‌ليکنه کولی شي.

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو ریيس شفیع‌الله منصور وايي: « د ښارونو د پوهنې اړوند آمریتونو او د کابل ښار د تعلیمي حوزو اړوند بستونو لپاره چې کوم متقاضیان شته، کولی شي د اړوند ولایت د کارکوونکو چارو له مدیریتونو څخه غوښتنلیک ترلاسه کړي. د کومو آدرسونو یادونه چې دلته وشوه، هغوی ته له وړاندې څخه د وزارت له خوا غوښتنلیکونه ډیزان او ورکړل شوي دي.»

په ورته مهال، د کار او ټولنېزو چارو وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې د بې‌روزګارۍ کچه زیاته شوې، خو د پوهنې وزارت له تازه اقدام سره به سلګونه کسانو ته د کار کولو فرصت برابر شي.

د دوی په خبره، د بې‌روزګارۍ کمولو لپاره يې په عامه او خصوصي سکټور کې شاوخوا ۱.۴ ميليونه کسانو ته د کارموندنې هڅې پيل کړې دي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار چارو معین ذاهد احمدزی وايي: « یوازې افغانستان کې نه بلکې په ټوله نړۍ کې د بېکارۍ کچه یو څه لوړه ده. د افغانستان اسلامي امارت له راتګ راهیسې هڅه کوي چې څنګه کولی شي ځوانانو او مستحقو او مستعدو بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.»

د پوهنې وزارت په داسې حال کې د ولسوالیو پوهنې آمریتونه او د ولايتونو په مرکزونو کې اداري بستونه اعلان ته سپاري چې لا هم ځينو ولايتونو کې د ښوونکو کموالي په اړه راپورونه ورکړل شوي.

چارواکي ډاډ ورکوي چې د دې ستونزې د حل هڅې يې پيل کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist