Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا اریوب ځاځیو ولسوالۍ ته د اختر ورځو کې له بېلابېلو ولایتونو زرګونه کسان د تفریح لپاره ورغلي وو 

admin by admin
2022/05/05

د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د پکتیا اریوب ځاځيو ولسوالۍ سپینې شګې سیمې ته د دغه ولایت له اوسېدونکو سربېره  له نورو ولایتونو هم  زرګونه سیلانیان ورغلي ول. 

سپینې شګه وروستیو کلونو کې د هېواد پر کچه د تفریح په مشهوره سیمه بدله شوې او هر کال اخترونو کې د زرګونه سیلانیانو کوربنه وي. 

یو شمیر سیلانیان سپینه شګه د تفریح لپاره مناسبه سیمه یادوي او له هیوادوالو غواړي،چې د تفریخ لپاره ورته ورشي. 

یو تن سیلاني وايي:«دلته  له نورو ولایتونو خلک راغلي. ټول خلک ترې خوښ دي، د اریوب خلک ډېر میلمه پاله دي. له هېوادوالو مې غواړم،چې دلته د چکر او تفریح لپاره راشي.» 

یو بل سیلاني بیا وايي:« د هغو ولایتونو له اوسیدونکو چې تر اوسه دلته نه دي راغلي، باید په چکر راشي، امن دی هېڅ ستونزه  نه شته دی، د ساعتیري لپاره ډېره مناسبه سیمه ده.» 

د اریوب ځاځيو ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، مخکېني حکومت څو ځله ورسره ژمنه وکړه،چې سپنه شګه ملي پارک اعلان کړي، خو پوره یې نه کړه او اسلامي امارت دې په دې برخه کې اقدامات وکړي.

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:«د  تیر نظام په وخت کې له خلکو سره څو ځله ژمنې وشوې،چې اریوب به ملي پارک او خوندي سیمه یادوي،خو پوره یې نه کړه. له اسلامي امارته مو غوښتنه ده،چې اریوب ملي پارک اعلان کړي.» 

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« موږ غواړو،چې دلته ملي پارک جوړ شي. د هغو سیمو خلک به هم راشي،چې تر اوسه پورې نه دي راغلي.» 

سپینه شګه پر ډیورنډ فرضي کرښه او د سپین غر لمن کې پرته تفریحي سیمه ده او خلک له اسلامي امارت غواړي،چې داسې زمېنه دې برابره کړي،ترڅو د پښتونخوا اوسېدونکي هم دې سیمې ته په چکر راشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist