Skip to content
د پروان ولایت ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهېسې د ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي،چې له امله دوه ماشومان مړه شوي دي.
دغه راز دوی وايي، د سېلابونو له امله ډېرې کرنیزې ځمکې هم خرابې شوې دي.
د چارواکو په خبرهر، دغو سختو سېلابونو د پروان او بامیان ولایتونو لاره هم بنده کړې وه، خو په خبره یې د ورځې پای کې بېرته پرانېستل شوه.
له تېرو څو ورځو د ورښتونو له امله په سیاه ګرد او شیخ علي ولسوالیو کې هم سېلابونه راوتلي دي.
د پروان ولایت مرکز چاریکارو کې هم اوسېدونکي د سېلابونو د راوتلو خبره کوي،خو د مالي او ځاني زیان په اړه یې تر اوسه پورې راپور نه دی ورکړل شوی.