Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: افغانستان د نړیوال رسمیت تر لاسه کولو لپاره په کور دننه ملي مشروعیت ته اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/04

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،د اړیکو د بیا ټینګښت او نړیوالې رسمیت پیژندنې لپاره داخلي مشروعیت مهم دی او غوښتنه کوي،چې اسلامي امارت باید لویه جرګه او یا هم د علماوو شورا راوغواړي. ‎

 

دوی وايي، که ولس پرنړیوالې ټولنې غږ وکړ،چې افغانان داخلي مشروعیت لري او اوس دې نړیوال رسمیت ورکړل شي،د حکومت لپاره به په دغه برخه کې مثبته پایله ولري.

دوی په دې باور دي،چې په تیرو اتو میاشتو کې د دولت جوړونې لپاره هېڅ ډول اقدام نه دی شوی او باید په دغه برخه کې جدي اقدام وشي او د دولت نوعیت دې هم په ډاګه شي، ددې ترڅنګ دې ورته اساسي قانون او یا هم ملي وثیقه ورته اعلان شي.

د پخوانۍ ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي:« تر اوسه پورې نه لویه جرګه داېره شوه،نه د علماوو کومه لویه شورا جوړه شوه،چې د هغې له مخې دوی د دولت نوعیت اعلان کړي. داخلي مشروعیت اړین دی،چې ولسونه پر نړیوالو غږ وکړي،چې موږ داخلي مشروعیت لرو. تاسو موږ ته نړیوال مشروعیت راوبښئ . د دې ترڅنګ چې افغانستان د یوه دولت تر چتر لاندې راغلی دی، اوس طالبانو ته په کار ده،چې دولت سازي وکړي. دولت سازي تراوسه نه ده شوې،د دولت نوعیت نه دی مالوم، که اسلامي امارت وي،رسمآ دې اعلان کړي او قانون دې ورته جوړ کړي،هر قانون چې وي هغه دې هم رسمي اعلان کړي،که اساسي قانون نوم ورکوي،که د اصول نامې،خو اعلان دې کړي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي،د نړیوالې رسمیت پیژندنې په برخه کې یې داسې څه نه دي پریښي،چې نړۍ یې د ځان لپاره پلمه وګڼي او  د افغانستان له رسمیت پیژندنې دې انکار وکړي.

مجاهد وايي،ټول معیارونه یې پوره کړي او نړۍ باید ژر تر ژره افغانستان په رسمیت وپیژني.

مجاهد  زیاته کړه:« موږ نړیوالو ته کومه بهانه نه ده پریښې،چې دوی دا دلیل ونیسي،چې موږ په رسمیت ونه پیژني. که هرڅومره ژر،چې دا کار وشي،په سیاسي عرصه کې زیات پرمختګ کولای شو، افغانستان یو مهم هېواد دی. په نړۍ کې په قضایاو کې رول لري او دا کار باید ژر وشي.»

شااوخوا نهه میاشتې کیږي،چې افغانستان له نړۍ سره سیاسي اړیکې نه لري او دغه اړیکې هغه مهال پرې شوې،چې جمهوریت سقوط شو او اسلامي امارت واک ته ورسید.

سره له دې چې نړیوالو له افغانستان سره رسمي اړیکې پرې کړي دی،بلکې یو لړ اقتصادي بندیزونه یې هم لګولي دي،چې له امله یې افغانان له اقتصادي بحران سره مخ دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist