Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یوناما:افغانستان کې په تېرو اتو میاشتو کې  له ۶ زرو زیاتو  خبریالانو دندې له لاسه ورکړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/01

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا  یوناما په دغه هېواد کې د خبریالانو او ازادو رسنیو اوسنی وضیعت د اندېښنې وړ وباله او زیاته یې کړه،چې په تېرو اتو میاشتو کې ۶ زره او ۴۰۰ افغان خبریالانو دندې له لاسه ورکړي او ۴۳ سلنه ازادې رسنۍ تړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مرستیالې مټه نوډسن ، د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې له خبریالانو سره په یوه ناسته کې، د رسنیو آزادي د تېرو شلو کلونو مهمه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې  کړه،چې دغه لاسته راوړنه په ګڼو قربانیو لاسته راغلې ده.

نوډسن اندېښنه څرګنده کړه،چې په  افغانستان کې لا هم خبریالان ځورول کیږي، ګواښل کېږي او نیول کیږي.

نوډسن زیاته کړه:«  د تېر کال اګست میاشتې پېښو د رسنیو برخه کې د کلونو لاسته راوړنې له منځه یوړې. د افغانستان د رسنیو سکتور،چې تر یوه کال د مخه په تېرو دوو لسیزو کې د هېواد له سترو بریاوو ګڼل کېده، اوس نه یوازې د خپل پایښت لپاره مبارزه کوي، بلکې یوازې د خپل شتون لپاره هم هڅې کوي.»

مټه نوډسن د افغان خبریالانو هڅې او خبري فعالیت لویه زړورتیا یاده کړه او له اسلامي امارته یې وغوښتل،چې رسنیو او خبریالانو ته مناسب کاري چاپیریال رامنځته کړي او د دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندې کړي.

دغه راز  نوډسن پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ،چې د افغان خبریالانو ملاتړته دوام ورکړي.

هغې زیاته کړه:« ما او د یوناما مشرتابه د افغانستان اوسنیو واکمنانو سره ناستې لرلي دي او له هغوی مو غوښتي،چې د آزادو مطبوعاتو لپاره دې مناسب شرایط رامنځته شي،ځکه زه غواړم ټینګار وکړم،چې د بیان آزادي یو مهم بحث دی،چې هېڅ ډول معامله او جوړ جاړی پرې نه کیږي.»

ناسته کې د افغان خبریالانو او رسنیو په استازولۍ لیکوال او ژورنالست خپلواک ساپي وویل،  د اسلامي امارت لخوا څو محدودې لارښوونې د رسنیو  لارښوونې نشي کېدلی او اړتیا ده، چې یو مدون قانون جوړ شي.

هغه د رسینو د شکایتونو د کمیسیون بیا فعالېدو ترڅنګ له نړیوالو وغوښتل،چې بهر ته تللي افغان خبریالان د دوی استازولي نه شي کولی او اړتیا ده،چې په هېواد کې د پاتې خبریلانو غږ واورېدول شي،ځکه دوی خپله استازولي په خپله کولای شي.

ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بنیټ پیغام کې وویل شول،چې د اوسنیو واکمنانو له خوا پر رسنیو د سختو محدودیتونو لګولو او مالوماتو ته د لاسرسي نه شتون له امله څه باندې ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او د رسنیو ا۸۰ سلنه ښځینه کارکوونکې بې ‌دندې شوې دي.

بنیټ له اسلامي امارته وغوښتل،چې د آزادو رسنیو خوندیتوب ته دې ژمن پاتې شي او د مطبوعاتو آزادۍ ته دې وده ورکړي.

بنیت داسې مهال دغه غوښتنه کوي،چې د اسلامي امارت مشرتابه په اختریز پيغام کې د بیان پر شرعي ازادۍ ټینګار کړی دی.  

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist