Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/06

د پاکستان دفاع وزیر یو ځل بیا تکراري ادعا کړې او ویلي یې دي چې هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي.

خواجه اصف‌ له جیو نیوز سره په خبرو کې دا ادعا تکرار کړې چې ګوندې افغانستان د هند نیابتي فعالیتونو پر مرکز بدل شوی او په خبره یې، ځینې وسله‌والې ډلې ترې د بهرنیو پر ملاتړ د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوي.

هغه زیاته کړې:« افغانستان د پاکستان پر ضد د هند د نیابتي فعالیتونو پر مرکز بدل شوی. هغوی د هند له لارې د پاکستان پر ضد جګړه روانه کړې. اوس‌مهال هند د افغانستان او پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي.»

اصف ویلي، پاکستان د سیمې د ثبات غوښتونکی دی، خو په عین حال کې یې بیا هم ادعا کړې چې هند د افغانستان له خاورې د نیابتي فعالیتونو ملاتړ کوي.

 اسلامي امارت بیا تل دغه ډول څرګندونې بې‌ځایه تورونه او ادعاوې بللې دي.

د پاکستان دفاع وزیر داسې مهال دغه ادعاوې کوي چې د دوشنبې په ورځ پاکستان د افغانستان پر خاروې یو ځل بیا يرغل کړی او په ترڅ کې یې ولسي خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د پاکستان لخوا د کونړ د دانګام ولسوالۍ په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي شهیدان  او ۱۴ نور ټپیان دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

فطرت څرګنده کړې:« د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا د خپلو جنایتونو پر دوام ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د ولسي خلکو کورونه، ښوونځي، روغتیایي مرکز او جوماتونه په نښه کړي، چې له مالي زیانونو سربېره په کې ۳ تنه ولسي وګړي شهیدان او ۱۴ نور ټپیان شوي، چې ډېری یې میرمنې او ماشومان دي. په یادو برېدونو کې يې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیایي مرکز او دوه جوماتونه ویجاړ کړي او ۸۰ رأسه څاروي یې هم وژلي.»

د چارو څارونکي بیا وایي، پاکستاني چارواکي ځکه دغه ډول څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د ولسي خلکو پر مرګ‌ژوبلې سترګې پټې او دا بریدونه قانوني وبولي.

دوی زیاتوي، د پاکستان پوځ د لویدیځ په اشاره غواړي چې افغانستان په یوې نوې جګړې کې ښکېل او خپلې کورنۍ ستونزې هم پرې پټې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکن وايي:« دا چې پاکستان خپلې ستونزې نه شي حل کولای ، د دغو ستونزو پړه تل پر افغانستان وراړوي، پر ټي‌ټي‌پي یې وراړوي، ټي‌ټي‌پي د دوی ده، د هغې دومره زیاته عراضي په لاس کې ده چې د پېښور په کوڅو کې کزمې کوي او نږدې دي چې اسلام اباد ته هم ورسېږي، خپله دوی مجهزې وسلې لري، ځانته تشکیلات لري.»

ځينې نور بیا وایي، اوس‌مهال پاکستان له سختو کورنیو ستونزو او ننګونو سره مخ دی او دغه هېواد غواړي، چې خپلې ننګونې او ستونزې پر نورو ورتپي.

د پاکستان دفاع وزیر داسې مهال دغه بې‌بنسټه ادعاوې کوي، چې درې ورځې وړاندې يې د اطلاعاتو وزير افغان خبريالان هم د هند په ګټه د پاکستان ضد تبليغاتو پر کولو تورن کړل. دې ادعا ته يې اسلامي امارت توند غبرګون او وښود او افغان خبريالان يې ملي ګټو ته ژمن وبلل. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist