Skip to content
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه ډول بریدونو غندنه کړې ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي،پر ملکي وګړو او عبادت کوونکو بریدونه د نړیوالو اصولو خلاف دي او باید مخه یې ونیول شي.
دغه راز خبرپاڼه کې وړاندې راغلي،چې د روژې میاشتې او د اختر په ورځو شپو کې پر عبادت ځایونو او جوماتونو بریدونه له ټولو بشري او مذهبي اصولو سره په ټکر کې دي.
اخوا د بشري همغږۍ په برخه کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغو بریدونو غندنه کړې ده.
هغه له اسلامي امارته غوښتي دي،چې د ملکي وګړو د ژوند ژغورنې په برخه کې بېړني او جدي اقدامات وکړي.
د کابل په علاوالدین درې لارې کې پرون د خلیفه صاحب جومات دننه چاودنه شوې ده.
د سرچینې په خبره، په دغه چاودنه کې له ۵۰ کسانو زیاتو ته مرګ ژوبله اوښتې،خو د اسلامي امارت چارواکي بیا دا شمېر کم ښيي او وايي، پرونۍ چاودنه کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۰ ټپيان دي.
د چاودنې مسوولت تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی.