Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په پکتیا کې د اختر مراسمو ډاډمن امنیت په موخه ۱۰۰ کسیزه ځانګړې قطعه جوړه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/30

د پکتیا ولایت امنیه قوماندانۍ امنیت امر محمد اسلم کرامت وایي، د اختر مراسمو خوندیتوب لپاره جوړه شوې دغه ځانګړې قطعه به شپه او ورځ مرکز ګردیز او څېرمه ولسوالیو کې د امنیت ساتنې دنده ولري. 

کرامت وايي،هیڅ ډول امنیتي ننګونې نشته دی،خلک دې په ډاډمنه فضاء کې د اختر خوښۍ ونمانځي او شپه او ورځ پر لویه لارو سفر کولای شي .

کرامت زیاته کړه:« موږ ۱۰۰ کسیزه قطعه جوړه کړې،چې د اختر مراسمو د خوندیتوب لپاره به مرکز ګردیز او ولسوالیو کې ګزمې او چیک پاینټونه فعال کوي او خلک دې په ډاډمنه او خوندي فضاء کې  له ویرې پرته د اختر مراسم ونمانځي.»

د اختر مراسمو امنیت ساتنې لپاره د جوړې شوې ځانګړې قطعې سرتیري او د ګردیز د ځېنې سیمو امنیتي مسوولین هم خلکو ته ډاډ ورکوي،چې د اختر خوښۍ دې له کومې وېرې پرته ونمانځي.

د ګردیز ښار درېیمې امنیتي حوزې امر عنایت الله  وايي:« دلته زموږ مجاهدین چیک پاینټونه لري. ۲۴ ساعته هر اړخیز مالومات کوي،څه یې چې په وس پوري  وي، د ولس ساتنې لپاره یې تر سره کوي.»

د ځانګړې قطعې یو  تن  سرتیری وايي:«  موږ چې دلته په دندو کې یو، خلک دې د اختر مراسم په ډاډمنه فضاء کې ولمنانځي،چکر او سفر ډاډ زړه ترسره کولای شي.»

د پکتیا یو شمیر اوسیدونکي له امنیتي ادارو غواړي ، چې د اختر په شپو ورځو کې دې د عبادت ځایو ، بازارونو او میله ځایونو امنیت ډاډمن کړي ، څو خلک په ډاډه زړه د اختر خوښۍ ونمانځي.

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:«  له اسلامي امارته غواړو،چې د اختر شپو او ورځو کې د جوماتونو،بازارونو او تفریحي ځایونو امنیت دې ډاډمن کړي،ترڅو کومه پیښه رامنځته نه شي.» 

د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« د اختر په راتلو سره دې د جوماتونو، بازارونو او سوداګرو امنیت خوندي کړي،لکه څرنګه،چې اوس دی همداسې باید دوام ورکړي،چې خلک په ډاډه زړه د اختر مراسم ونمانځي.»

امنیتي مسوولین وایي،له څو ورځو راهیسې په  ګردیز ښار کې د پخوا په پرتله چیک پاینټونه او ګزمې زیاتې شوې او د جوماتونو او د ګڼې ګوڼې نورو ځایونو امنیت خوندي شوی دی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist