Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 روسیه: د امریکا له خوا د افغانستان چورلکې اوکراین ته استول د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/30

روسیې د امریکا متحده ایالتو هغې پریکړې ته غبرګون ښودلی دی،چې پر بنسټ یې یاد هېواد غواړي  د افغانستان پوځ لپاره پیرل شوې ۱۱ چورلکې اوس اوکراین ته ورکړي،ترڅو یې له  روسیې سره په جګړه کې وکاروي.

د امریکا متحده ایالتو دفاع وزارت تېره اوونۍ پریکړه وکړه،چې د افغانستان لپاره پیرل شوې چورلکې هیڅکله دغه هېواد ته نه دې لیږدول شوي او د دوی ملکیت دی،چې اوس یې اوکراین ته ورکوي.

روسیه کې د پوځي تخنیکي همکاریو فدرالي ادارې ویلي،د امریکا دا پریکړه له نړیوال قانونه ښکاره سرغړونه ده.

یادې اداره زیاته کړې:« د امریکا متحده ایالتو هغه یو اړخیزه پریکړه،چې غواړي د افغانستان چورلکې اوکراین ته ورکړي،د نړیوالو قوانینو او د امریکا متحده ایالتو  او روسیې ترمنځ په همدې تړاو له شوې هوکړې ښکاره سړغړونه ده.» 

د امریکا متحده ایالتو دفاع وزارت یا پنټاګون د افغانستان پوځ لپاره ټولې شپاړس MI-17 چورلکې له روسیې د دې لپاره پیرلې وې،چې افغان پیلوټان له یادو چورلکو سره آشنا وو.

اوس د روسیې پوځي تنخینکي همکاریو اداره وايي، د امریکا له متحده ایالتو سره په هوکړه کې داسې څه نشته  دی،چې امریکا دې یادې چورلکې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پرته بل درېیم هېواد ته ورکړي.

یاده اداره زیاتوي:«د امریکا متحده ایالتو او روسیې ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ امریکا باید ترلاسه کړې چورلکې د افغانستان وسله وال پوځ ته ورکړي او د افغانستان اسلامي جمهوریت پرته یې درېیم هېواد ته د روسیې له اجازې پرته د ورکړې حق نه لري.» 

اخوا د پوځي چارو شنونکي په دې باور دي،چې یادې چورلکې د امریکا ملکیت او اسلامي امارت هم د دې وړتیا نه لري،چې بېرته یې هېواد ته راوګرځوي.

دوی وایي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکامتحد ایالتو ولسمشر جو بایډن دواړه پر نړیواله کچه د بشري حقونو له لویو سړغونکو څخه دي.

د امریکا دفاع وزارت تازه په یو راپور کې ویلي،چې افغانستان کې ترې د ۷ اعشاریه ۱۲ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې دي،چې په کې الوتکې، موټر، وسلې، مخابرې او مرمۍ شاملې دي. پنټاګون ویلي، د یادو تجهیزاتو د بېرته راستنولو اراده نه لري،خو یادونه یې کړې ده،چې له طالبانو به هم له فعالیت ولویږي،ځکه د بیا ترمیم وړتیا یې نه لري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist