اخوندزاده په دغه پیغام کې ویلي، د هېوادونو ترمنځ تعاملات یو له بل سره تړلي دي او د همدې اړتیا پر اساس باید نړیوال د افغانستان حکومت پر رسمیت وپېژني.
د پیغام یوه برخه:« بې له شکه،چې نړۍ د یوه کلي حیثیت پیدا کړی، د هېوادونو ترمنځ تعاملات یو له بل سره تړلي دي. زموږ هېواد افغانستان د نړۍ په سوله او امن کې خپل رول لري، د همدې اړتیا پر اساس باید نړیوال د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني،ترڅو خپلې ټولې ستونزې د ډیپلوماټیکو نورمونو او اصولو په چوکاټ کې په رسمي او مسوولانه توګه حل کړو.»
د مبارکۍ په دغه پیغام کې ویل شوي،اسلام امارت ټولو افغانانو ته عمومي بښنه کړې او مخالفې ډلې دې په همدې موخه له مخالفته لاس پر سر شي.
د پیغام یوه برخه:« د افغانستان اسلامي امارت خپلو ټولو مخالفینو ته عمومي عفوه وکړه او په عمل کې یې نافذه کړه، د عفوې د مقتضا پر اساس یوځل بیا ټولو هغو افغانانو ته بلنه ورکوم،چې لا هم د مخالفت نیت او اراده لري. راځئ!چې نور په خپل کور کې د وروڼو غوندې آرام او هوسا ژوند وکړو. دا هېواد د هېڅ ډول توطئو د عملي کولو توان نه لري. هغو افغانانو ته بلنه ورکوم،چې له هېواده وتلي دي او په پردیو هېوادونو کې د مجبوریت ژوند تیروي.»
د اسلامي امارت د مشرتابه په دغه پیغام کې ټینګار شوی دی،چې له افغانستانه به هېڅ هېواد ته ګواښ پيښ نه شي.
پیغام کې وړاندې ویل شوي،چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې تړون شته دی او ټینګار کوي،چې دغه تړون دې بشپړ عملي شي.
د پیغام یوه برخه:« موږ اجازه نه ورکوو،چې له افغانستانه هېڅ کوم بل هېواد ته ګواښ متوجه شي، همدا ډول له نورو هېوادونو هم غواړو،چې له زموږ سره ورته ښه مثبت او په متقابل درناوي ولاړ تعامل ولري. د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې تړون شتون لري، د هغه تړون پر اساس به امریکا د افغانستان په کورنیو مسایلو کې مداخله نه کوي او هم ټینګار کوو،چې د دوحې تړون دې بشپړ عملي شي او د فشار پر ځای دې د همکاریو په روحیه پرمختګ وشي. اسلامي امارت له خپله لوري کړې ژمنې عملي کړي او عملي کوي یي.»
د اسلامي امارت مشرتابه نړۍ سره پر دوه اړخیزو اړیکو باور، د ښځو او نارینه وو زده کړو ته د شرعي فضاء برابرلو، د بیان پر شرعي ازادۍ، د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا خلکو سره په غوره رویې او د ګڼو نورو مهمو مسایلو یادونه او خبره کړې ده.
د پیغام یوه برخه:« د تعلیم او زده کړو د لا پیاوړتیا لپاره د افغانستان اسلامي امارت لاس پر کار دی،د دیني او عصري زده کړو لپاره یې د هېواد په ډېرو مرکزي او لرې پرتو سیمو کې نوي ښونځي او مدرسې پرانستې دي. اسلامي امارت د بیان آزادۍ ته هم د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ژمن دی او د سالمو او مثبتو نشراتو ملاتړ کوي.»