Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/23

له طبیعي پیښو سره مبارزې لپاره د چمتوالي ملي اداره وایي، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې خبرداري ته په کتو، له احتمالي پېښو سره مبارزې ته چمتوالی نیول شوی.

د دې ادارې ویاند وايي، دوی په اکثریت ولایتونو کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو د خوندي ساتلو لپاره معیاري ګودامونه لري او د پېښو پر مهال د بېړنیو مرستو د ښه مدیریت لپاره له ټولو اړوند ادارو سره همغږي هم شوې ده.

محمد یوسف حماد  له خلکو هم غواړي چې د دوی سپارښتنې په پام کې وساتي او له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.

حماد زیاتوي: « له پېښو سره د مبارزې ملي اداره د تېر په څېر اوس هم پوره چمتوالی لري، په ټولو ولایتونو کې یې معیاري ګودامونه جوړ کړي او له اړوندو ادارو سره همغږي لري. موږ چمتو یو چې د طبیعي پېښو پرمهال د خلکو مرسته وکړو.»

د دې ادارې معلوماتو ته په کتو، د شویو اټکلونو له مخې ممکن دا سېلابونه په شمالي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې چې د ورښت کچه په کې له ۱۰ تر۷۰ ملي مترو اټکل شوې، راووځي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې بیا په یادو ولایتونو کې د ورښت اندازه له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي مترو پورې اټکلوي او وايي، ممکن د سېلابونو راوتلو سبب شي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې ویاند وايي: « د هېواد په شمالي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د راتلونکو څو ورځو لپاره د ورښتونو او سېلابونو راوتلو ستر اټکل شوی. د اټکل له مخې به په یادو سیمو کې د بارانونو کچه له ۱۰ تر ۷۰ ملي مترو وي. له پېښو سره د مبارزې اداره له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي چې له سېلابي لارو، سیندونو او سېلبرونو څخه ځان لري وساتي، د هوا حالاتو او اټکلونو ته پاملرنه وکړي او غیر ضروري سفرونه ونه کړي.»         

د هواپېژندې ادارې رییس بیا وايي، په ځینو ولایتونو کې به د اټکل له مخې باران په وقفه یي ډول و ورېږي.

د هغه په خبره، د ورښت سرعت به له یو څخه تر نهه پنځوس کیلومټرو في ساعت او همداراز د ورښت پر مهال به د هوا سرعت نهه پنځوس کیلومټره في ساعت وي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رییس محمد نسیم وايي: « د هوا پېژندنې ریاست خپلو امکاناتو ته په کتو د هېواد په ځینو برخو کې د وقفه يي بارانونو اټکل کوي. ډېری بارانونه به د هېواد په لوېدیځو، شمال لوېدیځو، ختیځو، سوېل ختیځو او مرکزي ولایتونو کې وشي او ښايي سیلۍ او سېلابونه هم له ځانه سره ولري.»        

په ورته مهال، د اقتصادي چارو شنونکي بیا سېلابونه په هېواد کې د کرنیزو حاصلاتو د تباهۍ یو لامل بولي او وايي، د خلکو پر ژوندانه ناوړه اغېز کوي.

دوی له حکومت غواړي چې د سېلابونو د زیاتو زیانونو مخنیوي لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: «  د اقلیمي بدلون له امله افغانستان کې د سېلابونو جاري کېدل د دې سبب شوي چې خلکو ته زیان ورسېږي. د افغانستان اکثریت وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د سېلابونو راوتل په مخامخ توګه د خلکو زراعت او مالدارۍ ته زیانونه اړوي. کله چې د خلکو کرنه او مالداري له منځه لاړ شي، ښکاره خبره ده چې له ډېرو جدي ستونزو سره مخامخ کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې دوې اوونۍ وړاندې هم د هېواد په اکثریت ولایتونو کې درانه ورښتونه وشول او د ګڼو لارو له تخریب او بندولو سربېره یې، یو شمېر سیمو کې د خلکو استوګنیز کورونه، عامه تاسیسات او کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist