د امریکا متحده ایالتو دفاع وزارت یا پنټاګون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، په افغانستان کې د تېر حکومت له سقوط او د امریکايي ځواکونو له وتلو سره ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت وسله او تجهیزات پاتې شوي دي.

د پنټاګون راپور پر بنسټ،په دغو تجهیزاتو کې، ۷۸ نظامي چورلکې، ۲۲ زره هاموي ټانکونه او زرګونه نورې بېلابېل ډوله وسلې شاملې دي.

راپور کې وړاندې ویل شوي، دغه ټولې وسلې او تجهیزات اوس د اسلامي امارت ځواکونو لاس ته غورځېدلې دي.

تر دې وړاندې د امریکا متحده ایالتو مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم اوسنی ولسمشر جو بایډن پر دې ملامته کړی و،چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسله یې افغانستان کې پریښې ده.