Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/23

د افغانستان او ایران  بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ دا خبرې داسې مهال شوې چې ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې چې ټاکل شوې وه همدا اوونۍ ترسره شي، خپل ګډون رد کړی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، په دې ټیلفوني خبرو کې له مخ پر ودې دوه اړخیزو اړیکو سربېره، د سیمې پر روان حالت او د ایران او متحده ایالتونو ترمنځ د مذاکراتو پر څرنګوالي هم خبرې شوې.

حافظ ضیا احمد تکل وایي، په دې خبرو کې امیر خان متقي د ایران او امریکا له خوا ډېپلوماسۍ ته رجوع کول یو رغنده ګام بللی او د خبرو او تفاهم له لارې یې د شته ستونزو د حل په ارزښت ټینګار کړی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند زیاته کړې: « محترم مولوي امیرخان متقي د ایران اسلامي جمهوریت او د متحده ایالتونو له خوا د ډېپلوماسۍ پر بنسټ چلن یو رغنده گام وباله او د خبرو اترو له لارې یې د‌ مسایلو حل باندې ټینگار‌ وکړ. همدارنګه په دې تماس کې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د ایران او امریکا تر منځ د روانو مذاکراتو په وروستي وضعیت خبر کړ.»

تکل دغه راز وايي، په دې خبرو کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په اسلام اباد کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د پلان شویو مذاکراتو په اړه د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ټاکل شوی وه چې د خبرو دویم پړاو چهارشنبه پیل شوی وای، خو د متحده ایالتونو بیا بیا بدلېدونکو ویناوو ته په کتو، ایران په دې خبرو کې خپل ګډون رد کړ.

له دې مخکې تهران ویلي وو چې تر هغو به په خبرو کې ګډون ونه کړ ي چې د امریکا متحده ایالات د هرمز تنګي کلابندي پای ته و نه رسوي. بله خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا ټینګار کوي چې  ترڅو ایران د سولې موافقه ونه کړي، دا کلابندي به دوام ولري.

که څه هم د چارو شنونکو دا وېره لرله چې د امریکا له خوا د هرمز تنګي کلابندي او بیا د یوې ایرانۍ بېړۍ نیول ممکن د دې لامل شي چې تهران د اسلام اباد په خبرو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.

دا اندېښنه وروسته له هغې په حقیقت بدله شوه چې د متحده ایالتونو ولسمشر هغه خبرداری تکرار کړ چې که تهران د سولې موافقه ونه کړي، نو د ایران برېښنا کوټونه او پلونه به ټول له منځه یوسي.

سیاسي شنونکي هم په دې ټینګار کوي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ شته ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي، ځکه له دې پرته به یوه ورانوونکې جګړه پر ټولې سیمې بې سارې ناوړه اغېزې ولري.

د دوی په خبره، د افغانستان په ګډون د سیمې او ګاونډ ټول هېوادونه دې خطر ته متوجه دي او همدا لامل دی چې ټول هڅه کوي د خبرو او تفاهم زمینه برابره شي.

د  سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د ایران او اسلامي امارت ترمنځ اړیکې نسبتا ً بهتره د ي او ورځې بلې لا پسې تودېږي. افغانستان خپل خیر په دې کې ویني چې ایران کې سوله وي او د ایران اوسنی نظام قایم وي. له همدې امله ښاغلي متقي د دې خبرو ملاتړ کړی او د خبرو له لار ې یې د کشالې هوارولو غږ کړی. د خبرو له لارې د ستونزې هوارېدل د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه هم دي.»

که څه هم ایران په مذاکراتو کې داسې مهال له ګډون څخه انکار وکړ چې د اوربند پای ته رسېدو ته یوازې یوه ورځ پاتې وه، خو له دې سره هم د امریکا ولسمشر اوربند اوږ کړ.

دامهال د سیمې او ګاونډ هېوادونه په دې کار کوي چې څه ډول کولی شي تهران خبرو ته راضي کوي، که څه هم د تهران او واشنګټن د مرکچي ټیمونو ترمنځ پراخ اختلافات موجود دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist