Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جرمن چارواکي: د کډوالو ستنولو په موخه له افغان چارواکو سره دوحه کې خبرې شوې

اروپايي ټولنه د افغان کډوالو ستنولو په موخه له کابل سره خبرې پیلوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/22

یو شمېر بهرنیو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې اروپايي ټولنه غواړي افغان چارواکو ته د ورتګ بلنه ورکړي، ترڅو له اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو ستنولو په تړاو خبرې وکړي.

که څه هم افغان لوري ته لا رسمي بلنه نه ده ورکړل شوې، خو ټاکل شوې د اوسني حکومت یوه تخینکي ډله تر راتلونکو څو اوونیو د بلجیم پلازمېنې بروکسېل ته سفر ولري.

د راپورونو له مخې، اروپايي ټولنه په داسې پلان کار کوي چې له مخې یې هلته په ناقانونه توګه مېشت شوي او هغه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي چې په جرمونو کې ښکېل وي.

د سرچینې په خبره: « پلان دا دی چې دا تخنیکي ډله له اوړي وړاندې را وبلل شي.»

د معلوماتو له مخې، افغان چارواکو ته دا بلنه د اروپايي کمیسیون او ټولنې د غړیو هېوادونو په همغږۍ او افغانستان ته په دې اړه د یادې اتحادیې د پلاویو له دوو سفرونو وروسته ورکول کېږي.

سرچینې دغه راز زیاته کړې، د اروپايي اتحادیې شاوخوا شلو هېوادونو وار دمخه د کېدونکو پروازونو په اړه ارزونې پیل کړې دي او په دې اړه معلومات راغونډوي چې د ډېپورټ پرمهال د کابل هوايي ډګر ظرفیت په ډاګه کړي.

تر اوسه لا روښانه نه ده چې د افغان لوري په ډله کې به څوک او د کومو ادارو استازي ګډون ولري او نه هم د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په دې اړه څه ویلي.

اروپا کې د کډوالو د حقونو فعال علیرضا کریمي وايي: « دا لړۍ ښايي له ګڼو حقوقي او بشري ننګونو سره مخ شي. داسې یوه هېواد ته د کډوالو استول چې لاهم له نا امنۍ او ګڼو بحرانونو سره لاس په ګرېوان دی، ممکن له نړیوالو قوانینو سرغړونه او په ځانګړې توګه د اجباري بېرته نه ګرځولو له اصل څخه سرغړونه وګڼل شي.»

دا مهال اروپايي هېوادونو کې د پخوا په پرتله د افغان کډوالو ایستلو موضوع ډېره توده شوې او همدې موضوع په ټاکنو کې د اروپا ښي اړخو ګوندونو په بریاوو کې رول لوبولی.

له دې سره، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په دې تړاو اندېښنه ښودلې او ترڅنګ یې د کډوالو حقونو چارو فعالانو هم د اروپايي ټولنې دا ګام په دې برخه کې د شته قوانینو نقض بولي.

د کډوالو د حقونو فعال عبدالرازق عدیل وايي: « دا مهال د اروپايي سیاست په تله کې د ټولنیز امنیت او ټاکنو ګټلو وزن تر اخلاقي تعهداتو او د کډوالو له حقونو دروند دی. د اروپايي ټولنې له خوا د افغان کډوالو د شړلو سیاست داسې دی لکه د چړې په څوکه تګ. یوې خوا ته د دولتونو سیاسي او امنیتي اړتیاوې دي او بلې خواته د انساني کرامت اصول.»

معلومات ښيي چې له ۲۰۱۳ تر ۲۰۲۴ زېږدیز کالو په اوږدو کې اروپايي هېوادونو ته د افغانانو د پناه غوښتنې شاوخوا یو میلیون غوښتنلیکونه استول شوي.

دا داسې مهال ده چې جرمني له ۲۰۲۴زېږدیز کال راهیسې څه باندې ۱۰۰ افغان کډوال د قطر په همکارۍ په چارټر الوتنو کې هېواد ته را ستانه کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د بېځایه شویو نړیوال سازمان: افغان کډوال باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي

اپریل 22, 2026
سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
افغانستان

د افغانستان، اوزبېکستان او قرغېزستان درې اړخیزه ناسته کې پر سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې شوې

اپریل 22, 2026
د سره صليب نړیوالې کمېټې د خپلو فعالیتونو بندېدو راپورونه رد کړل
افغانستان

د کامدېش او برګمټال بېځایه شویو ته د مرستو وېش پیل شو

اپریل 22, 2026
د ټولییز امنیت تړون غړو هېوادونو له افغانستان سره د سولې او ټيکاو برخه کې د همکاریو دوام ژمنه کړې
افغانستان

ګډ امنیتي تړون سازمان له نړیوالې ټولنې د کابل-اسلام اباد ترمنځ د رغنده رول غوښتنه کړې

اپریل 22, 2026
اڅکزی: د کابل – اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو هواري لپاره دې سيمه‌ييزه ناسته جوړه شي
افغانستان

افغانستان سره د لارو تړلو له امله پاکستان کې وضیعت خراب شوی

اپریل 21, 2026
خالص: د مضرو ګازونو په تولید کې د افغانستان ونډه کمه خو له منفي اغېزو یې خوندي نه دی
افغانستان

خالص: د کابل ښار ځینو برخو تر ځمکې لاندې اوبو ۶۰ سلنه د څښاک نه دي

اپریل 21, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې افغان انجنیرانو يو شمېر تخنيکي او برېښنايي وسايل جوړ کړي

افغان ځوانان د خپلو اختراعاتو بشپړولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي

اپریل 22, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د بېځایه شویو نړیوال سازمان: افغان کډوال باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي

اپریل 22, 2026
سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

د افغانستان، اوزبېکستان او قرغېزستان درې اړخیزه ناسته کې پر سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې شوې

اپریل 22, 2026
بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
د سره صليب نړیوالې کمېټې د خپلو فعالیتونو بندېدو راپورونه رد کړل

د کامدېش او برګمټال بېځایه شویو ته د مرستو وېش پیل شو

اپریل 22, 2026
جرمن چارواکي: د کډوالو ستنولو په موخه له افغان چارواکو سره دوحه کې خبرې شوې

اروپايي ټولنه د افغان کډوالو ستنولو په موخه له کابل سره خبرې پیلوي

اپریل 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist