د تاریخ له درنو څپو سره اشنا او د تمدنونو د بدلونونو ژوندی شاهد!
د هرات لوی جامع جومات هغه سپېڅلی ځای دی چې د پېړیو په اوږدوکې یې د لوړو او ژورو بېلابېلې کیسې په خپله غېږ کې ساتلي دي.
خو دا جومات یوازې یو عبادت ځای نه دی بلکې د زمانې له سختو ازمیښتونو تېر شوی یو تاریخي سمبول هم دی. د جګړو، ورښتونو، طبیعي پېښو بېلابېلو ستونزو له امله څو ځله زیانمن شوی، خو هر ځل د خلکو د مینې او هڅو په برکت بیاځل جوړ شوی.
تازه هرات کې ځایي مسوولین وایي، اوس یې د دې لرغوني جومات رغنیزي چاري څه باندې اویا سلنه بشپړې کړې دي.
د هرات لوی جامع جومات خطیب محمد نور رحماني وايي: « دا ځل مو داسې ترمیم کړ چې که خدای کول ۵۰۰ کاله نور به پاېیږي. رغنیزې چارې تر ۷۰ سلنو مخکې تللې دي او په شدت سره ادامه لري.»
د هرات لوی جامع جومات د بیارغونې پروژې سرپرست عزیز احمد رسولي وايي: « د زلزلې پرمهال د جومات ۱۱ ګلدستې په بشپړه توګه ویجاړې شوې وې چې اوس یې رغونه بشپړه شوې ده. همدارنګه د تزئیناو کارونه هم تر ۶۰ سلنو بشپړ شوي. د کاشي کارۍ کارونه ۷۵ سلنه بشپړ شوي، یوازې د خښتو کارونه یې پاتې دی چې وړاندوېینه یې نه شي کېدای.»
د تاریخي روایتونو له مخې، دا سیمه چې نن د جامع جومات په نوم پېژندل کېږي، د اسلام له راتګ وړاندې د زردشتیانو د عبادت ځای و. په لومړي ځل شاوخوا ۹۰۰ کاله وړاندې د سلطان غیاث الدین غوري له خوا یې په اوسنۍ معمارۍ سره د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د تیموریانو واکمنۍ پرمهال یې پراختیا ومونده چې له هماغه وخته یې د اسلامي تمدن په چوکاټ کې نوی ژوند پیل کړ.
دا لرغونی جامع جومات څه باندي ۴۷۰ ګنبدې، ۱۲ ګلدستې او په ټولیز ډول په یو وخت کې د ۱۵۰ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
د کارپوهانو په باور، یاد جومات د زردشتیانو په وخت کې له لرګیو څخه جوړ شوی و؛ خو د اورلګېدنې له امله ویجاړ شوی او بیا د تاریخ په اوږدو کې د غوریانو، تیموریانو او ال کرت له خوا بیا رغول شوی.
د لرغونو ابداتو ساتنې کارپوه وزیري وايي: « له ۲۹ هجري قمري کال وړاندې دلته د زردشتیانو یو عبادت ځای(معبد) و چې بیا اسلامي عبادت ځای ته بدل شو. له ۲۹ هجري کال وروسته د دې جومات ودانۍ له لرګیو جوړه شوه.»
دا جومات ته راتلونکي لمونځ کوونکي یاد جومات د عبادت ترڅنګ، د زړه د سکون او روحي ارام یو مهم پناهځای یې بولي. دوی ټینګار کوي چې د یاد جومات رغنیزې چارې نورې هم ګړندۍ شي.
د هرات لوی جامع جومات خادم نصیر احمد فاضلي وايي: « دا په نړۍ کې پنځم لوی او لرغونی جومات دی. موږ هڅه کوو داسې یې ورغوو چې له نړۍ څخه سیلانیان د هغه کتو ته راشي او په تېر ۹ سوو کالو کې شوې معمارۍ وګوري.»
د هرات اوسېدونکی دین محمد وايي: « دا جومات زموږ د هېواد او هرات ولایت پېژندپاڼه ده. باید ټول خلک یې په ساتنه او رغونه کې ونډه ولري.»
د هرات جامع جومات کې یوه لرغونې مدرسه هم شته چې د تاریخ په اوږدو کې ویجاړه شوې وه، خو اوس د دې مدرسې رغنیزې چارې هم شاوخوا ۶۰ سلنه پرمخ تللې دي.