د مزار شريف له مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر څخه د حج زیارت کوونکو لومړنۍ الوتکه د سعودي عربستان جدې ښار ته روانه شوه.
دغه الوتنه چې د یکشنبې په شپه څه کم اته بجې تر سره شوه، په کې د شمال زون نهو ولایتونو نږدې ٣٥٠ تنه د فرضي حج په سفر روان شول.
بلخ کې د هوايي شرکت مسوول محمد طاهر مصدق وايي: « د شمال او شمال ختیځ زون شاوخوا ۷ زره حاجیان به په ۱۸ پروازونو کې له مزار شریف څخه مکې او مدینې منورې ته انتقال شي. موږ د دې کار لپاره پوره چمتوالی لرو»
د مولانا جلالالدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر رییس مولوي محب الله محمد وايي: « تاسو ته ډاډ درکوو چې زموږ پرسونل شپه او ورځ د حجاج کرامو خدمت ته چمتو دی.»
د حاجیانو د لېږد په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چارواکو وویل، اسلامي امارت حاجیانو ته د هېواد په هوايي ډګرونو او کوربه هېواد کې ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د بلخ حج او اوقافو رییس سید مولوي نوراغا هاشمي وايي: « تېر کال هم د حاجیانو انتقال په ښه توګه ترسره شو او کام ایر او آریانا شرکتونو په کې ډېره همکاري لرله. موږ سږ کال هم د همداسې همکارۍ تمه لرو.»
د حج مراسمو ته تلوونکي کسان بیا د خپلو احساساتو په څرګندولو سره وايي، دوی له کلونو راهیسې د دې سفر انتظار درلود او خوشاله دي چې سږکال ورته د دې سفر زمینه برابر شوه.
حج ته روان افغان وايي: « موږ د هوايي ډګر او چارواکو له خدماتو خوښ یو. هرڅه ډېر ښه روان دی.»
حج ته روان الله نور وايي: « درې ورځې کېږي چې زه مزار شریف کې یم. اسلامي امارت ډېره ښه تدابیر نیولي او سهولتونه یې برابر کړي دي.»
د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې سږکال د شمال زون له نهو ولایتونو څخه ٧٠٠۰ تنه په ١٨ الوتنو کې د حج فريضې اداء کولو په موخه سعودي عربستان ته لاړ شي.