Skip to content
د ملګرو ملتونو د ماشومانو خوندیوب سازمان یا سیف د چلډرن وایي، په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي،چې د خلکو ژوند یې سخت کړی دی.
یاد سازمان ویلي، د خوراکې توکو د بیو له لوړېدو سره هم مهاله ګڼ شمېر کورنۍ په روژه کې کافي خواړه نه لري او په وچه ډوډۍ او اوبو روژه ماتوي.
یاد سازمان زیاته کړې،چې په افغانستان د اقتصادي ناورین له پیل کېدو سره ډېری خلک بې کاره شوي او د خپلو کوچنیانو د مړولو لپاره ناوړه کارونو ته مخه کوي.
دغه سازمان د نړیوال بانک په حواله ویلي، د ۲۰۲۱ زېږدیزکال په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د سړي سر عواید درې برابره کم شوي دي.
سیف د چلډرن خبرداری ورکړی دی،چې په افغانستان کې روان وضعیت تر ټولو ډېر ماشومان اغېزمن کړي دي.