Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

د کرنې وزارت پلاوي روسیه کې د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو او وارداتو خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/20

روسيې ته د صدراعظم عثماني په مشرۍ د کرنې وزارت ورغلی پلاوی، د جمعې په ورځ هېواد ته راستون شو. د دې پلاوي غړي خپل سفر له لاسته راوړنو ډک بولي او په تړاو یې رسنیو ته معلومات ورکوي.

د دوی په خبره، له روسي چارواکو سره بحثونه د کرنې پر اړوند تخنيکي مسايلو لکه د کرنيزو محصولاتو  د صادراتو او وارداتو پر تنظيم او د کيفيت پر کنټرول متمرکز وو.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند شیراحمد حاتمي وايي: « د دې سفر په لړ کې د هېواد د کرنې وزارت چارواکو د نباتي او حیواني قرنټین، د کرنیزو محصولاتو د کیفیت کنټرولولو او د کرنیزو څېړنو له انسټییټیوټ په ګډون، د روسیې له مهمو څېړنیزو مرکزونه لیدنه کړې. همدارنګه د روسیې له یوه مهم تجارتي بندر څخه هم لیدنه شوې او روسیه کې یې له مېشتو افغان سوداګرو سره خبرې کړې، ترڅو د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او دغه راز پانګونې لپاره زمینه چمتو شي. همدارنګه، په دې سفر کې هوکړه شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تخنیکي همکارۍ پراخې، ګډې پروژې پيل او د کارکوونکو مسلکي ظرفیتونه لوړ شي.»

اقتصادي شنونکي بیا د کرنیزو محصولاتو زياتول، د اوبو پر منظم مدیریت او د عصري کرنيزو مېتودونو پر ایجادولو پورې تړلي بولي او له همدې امله په دې برخه کې د روسيې تخنيکي همکارۍ مهمې يادوي.

ځينې نور شنونکي د کرنې معياري کولو لپاره د تخنيکي مکانېزمونو پر ایجادولو سربېره، له بهرڅخه د وسايلو پر واردولو هم ټينګار کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: « موږ مرستندویه او تخنیکي وسایلو، عصري ماشینرۍ او ټېکنالوژۍ ته اړتیا لرو. دغه راز، موږ کیمیاوي سرې او اصلاح شویو تخمونو ته اړتیا لرو او د سړو خونو جوړولو په ګډون هر هغه تخنیکي کار ته اړتیا لرو چې بهرني هېوادونه او په ځانګړې توګه روسیه په کې تخصص لري او کولی شي له افغانستان سره مرسته وکړي. که چېرې زموږ له بزګرانو سره دا مرستې وشي، هېڅ شک نه شته چې افغانستان کې به ستر کرنیز تحول رامنځته شي.»

له دې وړاندې هم حکومت په هېواد کې د کرنې د مکانيزه کولو په اړه د خپلو هڅو د دوام خبره کړې وه. د مختصصانو په باور، د کرنې په مکانېزه کېدو سره به افغانستان څو برابره زیات د کرنيزو محصولاتو د توليدولو ظرفيت ولري چې پر ځان بسساينې سربېره به يې په پراخه کچه نورو هېوادونو ته د صادرولو وړتیا هم خپله کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist