Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فډراسیون: د افغان کډوالو جبري اخراج افغانستان کې بشري وضعیت لا سخت کړی

افغان کډوال: پاکستان د افغانانو ستنېدنې بهیر له ګڼو خنډونو سره مخ کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/20

ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د استوګنې او اخراج موضوع یو ځل بیا د نړیوالو او کورنیو رسنیو مهم سرټکي جوړوي.

افغان کډوال او چارواکي وايي، په وروستیو اوونیو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو بهیر بیاځل چټک شوی او هره ورځ زرګونه کسان اخراج کېږي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون وايي، په تېرو درېیو ورځو کې له پاکستان او ایران څخه۳ زره ۱۷۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي چې د غړیو شمېر شاوخوا ۱۹ زره ۲۲۶ کسان کېږي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « په تېرو درېیو ورځو کې له پاکستان او ایران څخه۳ زره ۱۷۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې چې د غړیو شمېر یې ټولټال۱۹ زره ۲۲۶ کسان کېږي. دا کډوال له تېرې پنجشنبې تر شنبې پورې د تورخم، سپین بولدک، اسلام‌کلا او ورېښمو پل له لارې هېواد ته را ننوتي دي. همدې موده کې۱ زره ۹۷۵ کورنۍ چې۱۱ زره ۹۰ کسان کېږي، خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوې دي.»

پاکستان کې د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر له جدي ستونزو سره مخ دی. د راپورونو له مخې، په داسې حال کې چې زیات شمېر افغان کډوال له کرښې هغې غاړې ته ایسار دي، مګر کډې یې دې غاړې ته را انتقال شوې دي.

افغان کډوال وایي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې او له افغان حکومت او د کډوالو اړوند بنسټونو غواړي چې افغان کډوالو ستونزې او ننګونې دې دایمي حل کړي.

پاکستان مېشت افغان ملک مجاهد شینواری وايي: « د پاکستان حکومت یو نوی حکم صادر کړی چې له امله یې افغان مهاجرین له ډېر تشویش سره مخ شوي. اوس به د نوي حکم له مخې افغانانو څخه د کور سامان هم پاتې کېږي. د پاکستان مرکزي حکومت او د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت نوې پرېکړه ډېره دردونکې ده؛ ځکه چې له مخې یې افغان مهاجرین نه شي کولی خپل سامانونه ځان سره یوسي.»  

په ګاونډیو هېوادونو کې افغان کډوالو ستونزو او ننګونو په تړاو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څه نه وایي، خو تر دې وړاندې له پاکستان غوښتي و چې افغان کډوالو سره له بد چلن ډډه وکړي او افغان کډوالو ته دې اجازه ورکړي چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.

دې ته په پام، د کډوالو حقونو مدافعان له اسلامي امارت غواړي چې پاکستان سره د خبرو له لارې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د افغان کډوالو مدافع نظر محمد نظري وايي: « په دې ډول شرایطو کې د پاکستان او افغانستان د حکومتي چارواکو او نړیوالو بنسټونو ترمنځ همغږي ډېر اهمیت لري. که چېرې د راستنېدلو پروسه په تدریجي توګه او مدیریت شوې بڼه ترسره شي، هم به انساني کړاو کم شي او هم یې منفي پایلې.»    

په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی وو.

بل پلو، له پاکستان یو شمېر را ایستل شوي افغانان وایي، له بېرته را ستنېدو وروسته له جدي ستونزو سره مخ دي او له اسلامي امارته غواړي چې د ستونزو د حل لپاره یې اقدام وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist