Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات ښار کې پر یو شمېر سړکونو د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

هرات ښار کې د ادرس موندنې لوحو لګولو پروژه ۹۰ سلنه بشپړه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/14

د هرات ښاروالۍ مسوولین وایي، د ښار په مرکز ساحو او ګڼه ‌ګوڼه لرونکو واټونو کې د ادرس موندلو لوحو لګولو پروژې کارونه ۹۰ سلنه بشپړ شوي.

د دوی په خبره، دا پروژه چې شاوخوا درې میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، د ښاري نظم ښه والي او کره ادرس موندلو په موخه پيل شوې ده.

ټاکل شوې دا پروژه ډېر ژر د هرات ښار د ۱۵ ناحیو ټولو، واټونو او سړکونو کې بشپړه شي.

د هرات ښاروالۍ ویاند محمد ناصر آرمل وايي: « په دې لوحو کې د اړوند واټ نوم، د فرعي او عمومي سړکونو نومونه درج شوي. د دغو لوحو لګول د اړوند قراردادي شرکت له خوا له پلان سره سم روان دي. تر اوسه د پروژې اصلي کارونه ۹۰ سلنه پرمختګ لري.»

په همدې حال کې، د هرات ښار اوسېدونکي د دې پروژې له پلي کېدو هرکلی کوي او دا د ښاري مدیریت په برخه کې یو اغېزناک ګام بولي.

هغوی وایي، د واټونو، سړکونو او کوڅو معیاري نوم‌ اېښودنه نه یوازې د تګ راتګ اسانتیا برابروي، بلکې د امنیتي وضعیت په ښه والي او د ښاري خدماتو په وړاندې کولو کې هم مهم رول لري.

د هرات ښار اوسېدونکی امید نورزی وايي: « کله چې د پتې نه لرلو، لوحو نه شتون او ګڼه ګوڼې مجموعه سره یوځای کېږي، مکاني پېچلتیا رامنځته کوي. د دې لپاره چې خلک له دې پېچلتیا خلاص شي، د لوحو لګول ډېر اغېزناک ګام دی. همدارنګه، دغه کار د ښاري فرهنګ یوه غوره بېلګه هم ده.»

د هرات اوسېدونکی عباس سجادي وايي: « هرات ښاروالۍ په دې وروستیو کې د واټونو او سړکونو پر سر د لوحو لګولو کار پیل کړی. اوس خلک په ډېره اسانۍ کولی شي خپل ادرس پیدا کړي. اوس خلک کولی شي له بل چا څخه پوښتلو پرته ادرس پيدا کړي.»

د یادونې وړ ده چې دا لوحې په دواړو رسمي ژبو(پښتو او دری) او له ښاري معیارونو سره سم، ډیزاین شوې او په لومړي پړاو کې د ښار په ګڼه‌ګوڼه لرونکو لارو کې نصب شوې دي، ترڅو ښاریان وکولی شي په لنډ وخت او اسانۍ سره د پام وړ ادرس پیدا کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist