Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا اوسېدونکي په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیو له لوړوالي شکایت کوي 

admin by admin
2022/04/27

د پکتیا د یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکي وايي، په بازارونو کې هټۍ والو د ځېنې خوراکي توکو بیې په خپلسري ډول لوړې کړي دي. 

دوی وایي، یو شمیر ولسوالیو کې د ښاروالۍ ادارې نشته دی،چې د توکو بیې کنټرول کړي او هټۍ وال د اوړو، غوړیو او وریجو ته په خپلسري ډول بیې ټاکي. 

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« موږ او تاسو چې بازار ته لاړ شو،چې څومره هم پیسې را سره وي،د کور اړتیاوې نه شو پوره کولای. د اوړو،وریجو او غوړیو بیې بیخي لوړې دي. څوک یې د اخېستلو توان نه لري. څه وکړو؟»

د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،چې د توکو بیې دې کنټرول کړي.خلک ډېر بې وزله  دي او د توکو د رانیولو توان نه لري.» 

خلک وایي،  له یوې خوا بې روزګاره دي او له بلې لوري د توکو بیې لوړې دي،چې ډېری بې وزله کورنۍ یې د پیرودلو توان نه لري او اسلامي امارت دې ولسوالیو کې بیې کنټرول کړي. 

د پکتیا اوسېدونکی سخي جان وايي:« له یوې خوا پیسې نه شته دی، خلک بې وزله دي، بیې لوړې دي،روژه ده،غریب خلک هیڅ هم نه شي خوړلی. زموږ غوښتنه دا ده،چې اسلامي امارت د توکو بیې کنټرول کړي.» 

د پکتیا اطلاعاتو او  کولتور مشر خالقیار احمدزی وایي، مرګز ګردیز او ولسوالیو کې د ښاروالۍ ادارو له لوري نرخنامې ویشل شوي او له هغو هټۍ والو سره قانوني چلن کیږي،چې سرغړونه وکړي.

احمدزي زیاته کړه:« د توکو بیې که موسم ته په کتو وړاندې وروسته شوي وي ، د مرکز ګردیز او ولسوالیو ښاروالۍ نرخنامې ویشلي او راتلونکي کې هم ورته جدي پاملرنه کوي.» 

احمدزی وایي، اړوند ادارې بازارونو کې د بیو د کنټرول برخه کې جدي کار کوي او وروستیو ورځو کې ګردیز ښار کې ګڼ شمیر هغه هټۍ تړل شوي دي،چې توکې یې پر لوړه بیه پلورل. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist