Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرنیو چارو وزارت د منیر اکرم تورونه رد کړل

د متقي او ایلډز لیدنه کې د ارومچي مذاکراتو په اړه خبرې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/13

د بهرنیو چارو وزیر د چین په منځګړیتوب په ارومچي کې له پاکستاني لوري سره شوي مذاکرات مثبت ارزولي او هیله یې څرګنده کړې چې جزئي تخنیکي مسایل د مذاکراتو د پرمختګ بهیر له خنډ سره مخ نه کړي.

بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، امیر خان متقي په کابل کې د ترکیې سفارت له شارژدافیر سادین ایلډز سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیمې وروستیو پېښو او همدا راز د چین په ارومچي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شویو مذاکراتو په تړاو تفصیلي خبرې کړې دي.

ضیا احمد تکل وړاندې ویلي، بهرنیو چارو وزیر د کابل او اسلام اباد ترمنځ خبرو لپاره تر دې مخکې د ترکیې له خوا شوې هڅې هم ارزښناکه بللې دي.

بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: « د هېواد بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مثبتې وبللې او په دې برخه کې د ترکيې ورور هېواد د منځګړیتوب پخوانۍ هڅې ارزښتناکې وبللې. مولوي امير خان متقي پاکستاني لوري سره د وروستيو مذاکراتو په اړه وويل، تر دې دمه مثبتې خبرې شوې دي او هیله یې څرګنده کړه چې جزئي تخنيکي مسايل د مذاکراتو د پرمختګ بهیر له خنډ سره مخ نه کړي.»

د چین په کوربه توب د کابل او اسلام اباد د پلاو ترمنځ دا مذاکرات د روانې اپرېل میاشتې له لومړۍ نېټې تر اوومې نېټې پورې په ارومچي ښار کې ترسره شول.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي،  دا مذاکرات رغنده وو او دواړو لورو موافقه کړې چې تاوتریخوالی به کموي او شته ستونزې به د خبرو له لارې حلوي.

بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند زیاتوي، په کابل کې د ترکیې سفارت سرپرست او شارژدافیر  سادین ایلدز ویلي، هېواد ته یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا مهمې دي.

بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په دې اړه وايي: « په دې ناسته کې د ترکيې جمهوريت سفير څرگنده کړه چې هېواد ته يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مثبتې اړيکې ځانگړی اهميت لري او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.»

د چین په منځګړیتوب د ارومچي له خبرو مخکې ترکیه، قطر او سعودي عربستان هغه درې هېوادونه وو چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ یې مذاکراتو لپاره هلې ځلې کولې.

د افغان لوري په خبره، هغه مهال د پاکستان د پلاوي له خوا د خبرو بیا بیا پرېښودل او نا مشروع غوښتنې د مذاکراتو د ناکامۍ لامل شوې.

د ترکیې، قطر او سعودي عربستان د منځګړیتوب هلوځلو ناکامېدو ته په کتو د چین له مذاکراتو هم زیاته تمه نه کېده.

که څه هم د شویو مذاکراتو په اړه زیات معلومات نه دي خپاره شوي او دا چې دواړو لورو په کومو مسایلو موافقه کړې، خو چین افغانستان او پاکستان درې واړه شوي مذاکرات رغنده بولي.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو خواو موافقه کړې چې تاوتریخوالی به کموي او شته ستونزې به په سوله ییز ډول حلوي.

له دې ټولو سره، څرګنده نه ده چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د خبرو بل پړاو به کله او په کوم ځای کې ترسره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه وغندل

اپریل 13, 2026
افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بندیز؛ اروپايي ټولنې پرې خواشیني ښودلې
افغانستان

بېنېت: د هرات پېښې عوامل باید پیدا او عدالت ته راکاږل شي

اپریل 13, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026

وروستي خبرونه

د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه وغندل

اپریل 13, 2026
شنونکي: سیمه ییز او نړیوال اختلافونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لانجې هوارېدو مخه نیسي

کارپوهان: د ایران او امریکا د خبرو ناکامېدو لامل پاکستان دی

اپریل 13, 2026
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

اسلام اباد کې د ایران او امریکا مذاکرات ناکام پای ته ورسېدل

اپریل 13, 2026
افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بندیز؛ اروپايي ټولنې پرې خواشیني ښودلې

بېنېت: د هرات پېښې عوامل باید پیدا او عدالت ته راکاږل شي

اپریل 13, 2026
بهرنیو چارو وزارت د منیر اکرم تورونه رد کړل

د متقي او ایلډز لیدنه کې د ارومچي مذاکراتو په اړه خبرې شوې

اپریل 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist