امریکا له سوریې د وتلو وروسته د منځني ختيځ هیوادونو د خوندیتوب ډاډ ورکړ.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن اسراييلو ته ډاډ ورکړ چې له سوریې د وتلو وروسته به اسراييل له پامه و نه غورځوي.
بولټن د اسراييلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په یوه خبري ناسته کې هغوی ته ډاډ ورکړ چې هیڅکله به یې له ملاتړ لاس وانخلي.
اخوا کردانو هم ډار څرګند کړی چې د امریکا له وتلو وروسته به داعش بیرته بیا پیاوړی شي.
بولټن تضمین ورکړ چې داعش یې ډیر کمزوری کړی او د بیا راپورته کیدو او ګواښ جوړیدو توان پکې نه دی پاتې.
امریکا په سوریه کې ۲۰۰۰ سرتیري لري چې په راتلونکو څو میاشتو کې بې د ویستلو لړۍ پیل شي.