د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت سرپرست نور الله منیر لوګر ته د سفر پر مهال وویل، په تیرو کلونو کې ولایتونو او ولسوالیو ته په غیر عادلانه ډول د ښوونکو تشکیل ورکړل شوی،چې په هېڅ ډول ورته د منلو نه دی.
منیر وايي، ځېنې ولایتونو ته د ولسوالیو او ځینې ولسوالیو ته د ولایتونو تشکیل ورکړل شوی، له ښوونځیو په سم ډول څارنه نه ده شوې او پر وینا یې دې چارې د زده کړو پر بهیر ناوړه اغیزه کړې ده.
منیر زیاته کړه:« د تشکیل په حساب باندې موږ ګورو داسې ولایت او داسې ولسوالۍ شته دی،چې په اووه کسانو یو ښوونکی شته دی، خو داسې سیمې شته دی، چې په ۷۰ کسانو هم یو ښوونکی نه شته دی. داسې ولایت هم شته،چې د ښوونځیو او ښوونکو شمیر یې له ولسوالیو کم دی.»
په ورته وخت کې منیر وایي، وزارت د ولایتونو مرکزونو او ولسوالیو کې د دیني مدرسو جوړولو پلان لري، چې ټول فنون به په کې تدریس کیږي .
هغه زیاته کړه:« پوهنې وزارت پلان لري،چې هر ولایت کې یوه لویه مرکزي مدرسه جوړه کړي، چې ټول فنون به په کې تدریس کېږي، لویه او وړه دوره به هم همدلته کیږي. همدا راز ولسوالیو کې به مدرسې جوړیږي.»
د لوګر یو شمیر اوسېدونکي بیا له پوهنې وزارته غواړي،چې ښوونځیو کې دې د مسلکي ښوونکو شمیر زیات او زده کوونکو ته دې کتابونه او نور درسي مواد ورسوي.
د لوګر ولایت یو تن اوسېدونکی وايي،:« ځینې ښوونځي ودانۍ نه لري او ځېنې ښوونځیو کې د ښوونکو شمیر کم دی، باید دا ستونزې هوارې شي،ترڅو د پوهنې بهیر مثبت تغیر وکړي.»
د لوګر ولایت یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« زده کوونکي درسي کتابونه نه لري، د دې تر څنګ د مسلکي ښوونکو کموالی هم یوه لویه ستونزه ده. هېله لرو،چې د هواري لپاره یې اقدامات وشي.»
د کتابونو او ښوونکو کموالی او د دیني مدرسو ودانیو نه موجودیت لوګر کې د دیني زده کړو پر وړاندې سترې ستونزې بلل کیږي او پوهنې ریاست یې د حل غوښتنه کوي.