Skip to content
سویډن کې د سولې نړیوال څیړنیز انسټیټوټ یا سپیري په خپل تازه راپور کې ویلي،په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې پر نړیواله کچه د دوه اعشاریه یو ټریلیون ډالرو په ارزښت د وسلو پیر او پلور شوی دی،چې د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لوړ ارقام دي.
په راپور کې ویل شوي،که څه هم د کورونا وبا له امله نړیوال اقتصاد ځپل شوی ،و هېوادونو د اووم پرلپسې کال لپاره هم په خپلو پوځي لګښتونو کې زیاتوالی راوستی دی.
د راپور له مخې، د امریکامتحد ایالت، چین، هند، بریټانیا او روسیه پنځه هغه هېوادونه دي،چې د وسلو تر ټولو ډېر کاروبار یې کړی او د نړۍ ۶۲ سلنه سوداګري د همدې هېوادونو له خوا شوې ده.
د راپور یوه برخه:« ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې د ۲ اعشاریه ۱ تریلیون ډالرو په ارزښت د وسلو کاروبار شوی دی،چې د اووم پرلپسې کال لپاره لوړوالی ښیي. دا د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لوړه کچه ده. د کورونا وبا له امله د خراب اقتصادي وضیعت سربېره د نړي پر کچه هېوادونو د خپلو وسلو زیرمې پراخې کړي دي.»
د امریکا متحده ایالت،چین،هند،بریټانیا او روسیه په ترتیب د نړۍ لومړی،دویم، درېیم، څلورم او پنځمه شمېره هېوادونه دي،چې د نورو پرتله یې د وسلو ډېر کاروبار کړی دی.
د یاد انسټیټیوټ په راپور کې راغلي،چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال شمېرې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال پرتله صفر اعشاریه اووه سلنه لوړې شوي دي.
د نړۍ یادو پنځو هېوادونو تېر کال خپلې پیسې په دې ډول لګولي دي.
د راپور یوه برخه:« د امریکا متحده ایالتو ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې ۸۰۱ میلیارده ډالر په وسلو لګولي دی، چې ۱ اعشاریه ۴ سلنه کموالی ښیي. چین ۲۰۲۱زېږدیز کال کې ۲۹۳ میلیارده ډالر په وسلو لګولي،چې ۴ اعشاریه ۷ سلنه لوړوالی ښیي. هند ۲۰۲۱ زېږدیز کال ۷۶ اعشاریه ۶ میلیارده ډالر په وسلو لګولي،چې صفر اعشاریه ۹ سلنه لوړوالی ښیي. بریټانیا ۶۸ اعشاریه ۴ میلیارده ډالر په وسلو لګولي،چې درې سلنه لوړوالی ښیي. روسیې ۵ اعشاریه ۹ میلیارده ډالر په وسلو لګولي،چې څه باندې ۸ سلنه کموالی ښیي.»
له یادو پنځو هېوادونو سربېره د اروپایي ټولنې اتو هېوادونو هم تېر کال کې پر وسلو لګښتونه لوړ کړي او د خپلو ملي ناخالصو عواید کچې یې دوه سلنه ته رسولې ده.
وړم کال سعودي عربستان هم د یادو پنځو هېوادونو په ډله کې و،خو تېر کال یې د وسلو لګښت کې اوولس سلنه کموالی راوستی او خپل څلورم ځای یې بریټانیا ته پریښی دی.