Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/09

هرات کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې او ډنمارک سره صلیب کمېټې په همکارۍ، څه کم ۶۰۰ هغو کډوالو کورنیو ته د کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو وسایل او روغتیايي کڅوړې وېشل شوې دي چې له پاکستان او ایران څخه راستانه شوې دي.

د چارواکو په خبره، له دې ډلې۶۰ کورنیو ته په ځانګړي ډول د هرې کورنۍ لپاره د ۳۰ زره افغانیو په ارزښت د کار وسایل برابر شوي، ترڅو وکولی شي له همدې لارې د خپلو کورنیو لپاره عاید پیدا ترلاسه او د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د سرې میاشتې ټولنې د لوېدیځ زون مالي او اداري مدیر عبدالماجد خادمي وايي: « د هرات مرستون د لوېدیځ زون ریاست د هغو ۶۰ کورنیو لپاره چې له پاکستان او ایران څخه راستنې شوې دي، له ۲ میلیون څخه ډېرو افغانیو په ارزښت تجهیزات او توکي پېرلي، ترڅو هغوی وکولی شي په دغو وسایلو کوچني کاروبارونه پيل کړي او له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.»
په افغانستان کې د
ډنمارک سره صلیب استازی فیروز تڼی وايي: « د ډنمارک سره صلیب سږ کال د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ په بېلابېلو ولایتونو کې د هغو ۱ زر ۳۰۰ بېوزله کورنیو لپاره د کاروبار وسایلو پېرلو پروګرام په پام کې لري چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان سره راستنې شوې وي.»

راستانه شوي کډوال بیا وایي، که څه هم بېلابېل کسبونه یې زده دي، خو په خالي لاس راستنېدو او اقتصادي ستونزو له امله یې د کار وسایل نه درلودل.

دوی زیاتوي چې اوس به د ورکړل شویو وسایلو په کارولو سره وکولی شي د خپلو کورنیو لپاره نفقه پیدا کړي او خپل ژوند بېرته عادي حالت ته را وګرځوي.

له پاکستان څخه راستون شوی محمد حسین وايي: « زما د موبایل ترمیمولو کسب زده و، خو د وسایلو پېرلو وس مې نه درلود. له سرې میاشتې مننه چې د دغو وسایلو غم یې راته خوړلی. غواړم یو دوکان ونیسم او په دې وسایلو کار پيل کړم.»
له پاکستان څخه راستون شوی ولي خان
وايي: « زه له پاکستان څخه راغلی یم او ډېر وخت کېږي وزګار وم. اوس د سرې میاشتې ټولنه د موټرسایکل او زرنج بارلېږدونکو د ترمیم وسایل راکوي. زه له سرې میاشتې ټولنې ډېره مننه کوم.»
راستون شوی عبدالله وايي: « له سرې میاشتې ټولنې مننه کوم چې زموږ خلکو ته د روغتیا ساتنې وسایل ورکوي. موږ له دوی تمه لرو چې خلکو ته د کار موندلو په برخه کې هم همکاري وکړي.»

دا په داسي حال کې ده چې سرپناه، کار، عاید او لومړنیو اسانتیاوو نه شتوالی د دغو راستنو شویو کورنیو له جدي ستونزو څخه بلل کېږي.

ټینګار دا دی چې د مرستو سره سره دې راستنو شویو کډوالو ته د کار زمینه هم برابره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist