Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ریان: د نجونو ښوونځیو پيل لپاره چمتوالی لرو خو د مشرتابه پرېکړې ته په تمه یو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/25

د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت ویاند عزیز ریان وايي، د نجونو ښوونځيو د پيل لپاره په یو طرزالعمل کار روان دی او په خبره یې په نږدې راتلونکې کې به یوې پرېکړې ته ورسیږي.

ریان  وايي، دوی د نجونو ټولو ښوونځيو بیا پیل ته چمتوالی لري،خو پر وینا یې د مشرتابه ورستۍ پريکړې ته په تمه دي.  

ريان زیاته کړه:« اسلامي امارت دغه موضوع ته په بشپړ ډول متوجې دی. دغه موضوع يې له نظره نه ده غورځولې او نه يې غفلت کړی دی، بلکې د ټول اسلامي امارت پر سطحه  په دې موضوع مسلسل بحثونه او مشورې روانې دي. هېله شته دی،چې په نږدې راتلونکې کې دغه موضوع ته مناسب حل پیدا شي.» 

له شپږم پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو بنديدو په اړه تحليل کوونکي وايي، کم شمیر طالبان له دغې پرېکړې سره موافق نه  دي او پر زیاته کچه مشران د ښځو زده کړو ته ژمن دي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی سيد بلال احمد فاطمي وايي:« داسې ويل کيږي،چې د دوی په مشرانو کې دوه مشران دي،چې هغوی مخالفت کوي او دوی کوښښ کوي،چې هغه راضي کړي. خبره دا ده،چې ويل کيږي، دا کار د ګاونډیانو لاسپوڅي په نظام کې موجود دي،چې یو  تعداد يې دومره نه دي، ډیر کم دي. اتيا سلنه د طالبانو مشران د ښونځيو پرانېستل غواړي،هغه دوی تر تاثير لاندې نيولې دي.» 

په ورته وخت کې فاطمي وايي،د ښوونیز بهیر نور ځنډول به په افغانستان د نړیوالو فشارونه زیات او دا هېواد به د اوږدې مودې لپاره په نړیواله انزوا کې پاتې شي.

فاطمي  زیاته کړه:«که چېرته دا ستونزه دوی حل نه کړي، د دوی پر وړاندې به ستونزې زياتې شي، منفي تاثيرات به پر اسلامي امارات زيات شي. نړۍ به هم خپلې پرېکړې ونيسي. نظام د دې پر ځای چې استحکام خواته ولاړشي، دا به  د نظام د کمزورۍ لامل شي.» 

ځینې نور بیا ټېنګار کوي،چې  اسلامي امات دې هغه فرصتونه نه ضایع کوي،چې د نړیوال مشروعیت اخېستلو لپاره مهم او  اړین دي. 

دوی وايي، د  ښوونځيو په بیا پیلیدو پريکړې سره به اسلامي امارت د نړيوالو باور ترلاسه او تعامل ته به لار پرانېستل شي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شهسوار سنګروال وايي:« د اسلامي امارات لپاره چې تقريباُ نږدې  شااوخوا اته مياشتې تيريږي،خو  اسلامي امارت چا په رسميت نه دی پیژندلی. که چېرته دا يو خنډ وي، او د دې په څېر ځيني نور خنډونه وي،نو د دې خنډونو لرې کولو لپاره خو اړینه ده،چې طالبان بايد عملي اقدام وکړي، تر څو اسلامي امارت پر رسميت وپیژندل شي.» 

د نوي تعلیمي کال له پیل نه څه باندې یوه میاشت تیریږي،خو تر اوسه پورې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي نه دي پرانېستل شوي او د سلګونه زره نجونو برخلیک نا مالوم دی.

دغې پريکرې په کور دننه او بهر غبرګونونه پارولي او ګڼ شمير علماوو او د مدني ټولنې غړو او سیاسي احزابو یې د پرانېستلو غوښتنه کړې ده. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist