Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/09

بهرنیو چارو وزیر وايي، افغانستان د هغو ټولو عواملو په ضد جامع او هر اړخیزه مبارزه کوي چې د سیمې امنیت ګډوډول غواړي او ډاډ یې ورکړی چې اسلامي امارت په دې اړه خورا جدي دی.

امیرخان متقي چې په کابل کې یې د افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو په پای غونډه کې خبرې کولې،  یو ځل بیا یې ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت به هېڅکله هم اجازه ورنه کړي چې د کوم هېواد مخالفین د افغانستان خاوره د هغه هېواد په ضد وکاروي.

متقي وړاندې په خپلو خبرو کې ویلي، افغانان له ۴۰ کلونو جګړې راوتلي خلک دي او له دغو جګړو ترخې تجربې لري او له همدې امله نه غواړي دا ترخې تجربې په خپل هېواد کې او یا د ګاونډ او سیمې په کوم هېواد کې تجربه شي.

امیرخان متقي زیاته کړې: « موږ د ټولو امنیت مختل کوونکو  عواملو په خلاف جامع، بنیادي او هر اړخیزه مبارزه کوو. هر هغه څوک چې زموږ د سیمې امنیت خرابوي، که په هر نوم وي موږ ته د زغملو وړ نه دي. موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې موږ په دې برخه کې ډېر جدي یو. د هېڅ هېواد هېڅ یوه مخالف ته اجازه نه ورکوو چې زموږ خاوره زموږ د ګاونډیانو، سیمې او نړۍ په ضد استفاده کړي. موږ له ۴۰ کالو جګړې راوتلی هېواد یو او د جګړې ترخه مو تجربه کړي او نه غواړو چې دا ترخې تجربې بیا زموږ په هېواد، ګاونډ او سیمه کې تکرار شي.»

بهرنیو چارو وزیر وړاندې د منځنۍ اسیا هېوادونو استازي مخاطب کړل او ویې ویل چې دوی ګډ اهداف او ګډې امنیتي اندېښنې لري، نو په ګډ کار سره کولی شي دا سیمه د نړۍ تر ټولو سوله منه سیمه کړي.

د افغانستان او منځنۍ اسیا کنفرانس د بهرنیو چارو وزارت په نوښت د تېرې دوشنبې په ورځ په کابل کې جوړ شوی و چې په کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو بهرنیو چارو وزارتونو چارواکو او په کابل کې یې سفیرانو ګډون درلود.

په دې کنفرانس کې بهرنیو چارو وزیر د داسې څو اړخیز سیاسي مکانېزم د جوړولو وړاندیز وکړ چې له مخې یې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ په سیاسي، امنیتي اقتصادي او سوداګریزو مسایلو کې ګډ لید لوری رامنځته شي.

امیرخان متقي همدې مکانېزم ته په اشارې ویلي، افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونه که په خپلو کې ګډ کار وکړي ، نو دوی به د هغو بدلونونو له منفي اغېزو خوندي وي چې په نړۍ کې د جګړو او نورو ناخوالو له امله منځته راځي.

بهرنیو چارو وزیر وايي: « که موږ او تاسو ګډ کار وکړو، موږ به له هغو منفي اغېزو خوندي کړي چې په نړۍ کې له بدلونونو او شخړو څخه رامنځته کېږي. که جدي کار وکړو، زموږ او تاسو هېوادونه به د نړۍ په کچه امن هېوادونه وي.»               

امیرخان متقي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې اسلامي امارت په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د ګاونډ او سیمې او په تېره بیا د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د مثبت تعامل، سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخولو په برخه کې زیاتې هلې ځلې کړې او منځنۍ اسیا هېوادونو هم دغو هڅو ته مثبت ځواب ویلی.

متقي دغو هڅو ته په اشارې ویلي، په یاده موده کې دوی او د منځنۍ اسیا هېوادونه توانېدلي چې په یادو ټولو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي او نن یې په خپلو سترګو وګوري.

 د منځنۍ اسیا هېوادونو استازو بیا نه یوازې د بهرنیو چارو وزیر له وړاندیزونو هرکلی وکړ بلکې په دې برخه کې یې په ګډه د کار کولو ډاډ هم ورکړ.

شنوونکي د ګاونډ او سیمې له هېوادونو او په تېره بیا د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخولو لپاره د اسلامي امارت د دې نوښت هرکلی کوي او هغه خورا مهم یې بولي.

د دوی په خبره،  دا چې اوس مهال سیمه او نړۍ له بېلابېلو ناورینونو سره لاس په ګرېوان ده، اسلامي امارت ته په کار ده چې په ګاونډ او سیمه کې خپلې اړیکې لا پراخې کړي؛ ځکه د دوی په خبره، د اړیکو پراخول کولی شي هغه ټولې اندېښنې له منځه یوسي چې د امنیتي ستونزو په تړاو شته دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist