د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف سیمه ییز مسوول وايي، د دوی د راپور له مخې،په تیره یوه اوونۍ کې د نجونو او هلکانو په ګډون له ۵۰ زیات ماشومان وژل شوي دي.
د هغه په وینا، دغه ماشومان د بشر حقونو پر وړاندې د شدید تاوتریخوالي په ترڅ کې وژل شوي دي.
یونیسف وايي،د دوی د راپور له مخې کیدای شي دغه شمیر په راتلونکو ورځو کې نور هم زیات شي.
یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو د زدکړو او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي له امله ډېر اندیښمن دي.
د دغه وجهي صندوق ډیره پاملرنه د ماشومانو زدکړې ته ده او پر ښوونیزه برخه کې ډېره پانګونه کول غواړي.