Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کریمي: د اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی تهران ته ځي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/24

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت ارزولو،شته ستونزو او په یاد هېواد کې د افغان زندانیانو په تړاو ایرانيچارواکو سره د خبرو لپاره د اسلامي‌ امارت یو پلاوی تهران ته ځي.

کریمي وايي، دغه پلاوی لویې څارنوالۍ تشکیل کړی او ډېر ژر به ایران ته سفر وکړي.

کریمي زیاته کړه:« داسې ټاکل شوې،چې د اسلامي امارت لویې څارنوالۍ او قضا مسوولین ایران ته سفر وکړي، هلته یو شمېر کسان په زندانونو کې دي، نورې ستونزې هم  دي، د هغوی څېړنه  او برسي به وکړي او د استرداد لپاره به یې  لارې چارې ولټوي او له ایراني مسوولینو سره به په دې اړه خبرې وکړي.خو دا چې  څه وخت به ځي او څومره کسان به یې په ترکیب کې وي، مالومه نه ده. »

د سیاسي چارو شنونکي دغه سفر ګټور بولي او تمه لري،چې هلته د افغان کډوالو د ستونزو په حل کې به مرسته وکړي،خو په باور یې یران خپلې ګټې لري او وروستی تاوتریخوالی هم د فشارونو لپاره وه.

د سیاسي چارو شنونکی محمد نبي افغان  وايي:« ګاونډیو تل دا هڅه کړې،چې د دوی ګټې خوندي شي، نو دوی زموږ له افغانانو سره  څه ستونزه نه لري. دوی خپلې ګټې خوندي کوي. که چېرې خبرې پایله ورکړي، نو حتما به یې خوشې کوي او هغه دوی ته کومه ګټه نه لري. دوی یوازې  د فشار الې په ټوګه ترې استفاده کوي او استفاده یې کړې ده.» 

ایران ته د اسلامي امارت د پلاوي له تګ سره به تر کومه حده د افغان کډ‌والو او زندانیانو ستونزه حل شي،خو اسلامي امارت هېله من دی،چي د پلاوي له سفر سره به د دواړو هېوادونو اړیکې ښې او پیاوړي شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist