Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/06

په هرات کې یو شمېر ښځو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه او پر ایران د امریکا او اسراییلو له خوا روان بریدونه په سختو ټکو وغندل.

دغو ښځو د یوې غونډې په ترڅ کې ټینګار وکړ چې د ملکي وګړو او په تېره بیا د ښځو او ماشومانو په نښه کول باید بند شي.

دوی په خپلو خبرو کې د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته په اشارې وویل، د بې ‌دفاع ښځو او ماشومانو په نښه کول د دغو قوانینو ښکاره نقض دی، ښځې او ماشومان باید د جګړو او سیاسي موضوعاتو ښکار نه شي.
د هرات اوسېدونکې سوسن کاظمي وايي: « زموږ بحث باید پر افغان ماشومانو او یا هم د اسلامي نړۍ پر ماشومانو متمرکز وي. نه باید د بهرنیانو له خوا پر ښځو او ماشومانو بریدونه وشي.»
د هرات اوسېدونکې سارا ادیب وايي: « موږ د افغانستان ښځې له اوږدې مودې راهیسې د جګړو له امله دردېږو او په ښه توګه کولی شو نن د نړۍ په بل هر هېواد کې د جګړو له امله د ښځو درد حس کړو.»

په همدې حال کې د لوېدیځ زون د ښځو صنايعو او سوداګرۍ خونې مسوولین هم وایي چې په هر ډول جګړه ‌ییزو حالاتو کې باید ښځې او ماشومان خوندي وساتل شي.

د دوی په خبره، د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره، ښځینه سوداګرې هم زیانمنې شوې دي او روان حالت د افغان او ایراني مېرمنو ترمنځ په سوداګریزه راکړه ورکړه هم منفي اغېز کړی.

د لوېدیځ زون د ښځو صنايعو او سوداګرۍ خونې رییسه بهناز سلجوقي وايي: « څرنګه چې زموږ تجارت پېشه ښځو د ایران اسلامي جمهوریت له ښځو سره ډېرې اړیکې لرلې، له هغوی سره مو ګډ نندارتونونه او تفاهم لیکونه درلودل، خو له بده مرغه د جګړې له پيل کېدو سره دغه اړیکې پرې شوې دي او د افغانستان سوداګرې ښځې ایران ته صادرات او واردات نه لري.»

بله خوا، هرات کې د ایران کونسلګرۍ فرهنګي مسوولینو هم هر ډول شرایطو کې له افغانانو څخه د ملاتړ ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د دواړو ملتونو اړېکې د ګډو ارزښتونو په لرلو سره د متقابلې همکارۍ او ملاتړ پر بنسټ ولاړې دي.

هرات کې د ایران کونسلګرۍ فرهنګي مسوول مهدي حسني وايي: « د افغانستان او ایران د ملتونو ترمنځ دغه همدلي او غمشریکي په وروستیو پېښو پورې اړه نه لري بلکې سلګونه کاله او پېړۍ کېږي چې دا خلک یو د بل ترڅنګ اوسېږي. کله چې دلته کومه پېښه شوې، د ایران خلک لومړني هغه دي چې مرستې ته راغلي او که ایران کې څه پېښه شوې، د افغانستان خلک تر نورو مخکې مرسته ته ورغلي. دا هم د افغانستان او هم ایران لپاره د ویاړ خبره ده.»

د افغانستان او ایران له ښځو څخه د ملاتړ دا غونډه داسې مهال جوړه شوې چې له دې یوه ورځ مخکې د ایران بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې پر دې هېواد د امریکا او اسراییلو روانو بریدونو کې یو شمېر افغان وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist