Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلخ کې پر جومات خونړي برید پر کوردننه او بهر غبرګونونه پارولي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/23

د بلخ  مرکز په مزار شریف کې د  اهل ‌تشیع پر جومات  د وړمې ورځې خونړي برید،چې لسګونه لمونځ کوونکو ته په کې مرګ ژوبله واوښته،پر کور دننه او بهر غبرګونونه پارولي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د بلخ برید ته په غبرګون کې دا برید بشري جنایت او د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.

کرزي زیاته کړې:« په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایم، چې د بلخ په سی دکان جومات کې برید زموږ لسګونه هېوادوال شهیدان او ټپيان کړل،چې بشري ضد جنایت دی. د هېواد د ژغورلو لپاره د بهرنیو کړیو د دسیسو پر وړاندې په ملي یووالي ټینګار کوم.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشرحقونو شورا ځانګړي راپورټر او د افغانستان لپاره  د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نکلاسن هم د بلخ برید غندلی او دلته یې له بشري حقونو د سرغړونې په دریدو ټينکار کړی.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګړی راپورټر ریچارډ بېنیټ وايي:« په افغانستان کې دې په جوماتونو او ښوونځیو سیسټیماټیک بریدونه وڅېړل شي او په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې دې پای ته ورسېږي.»

د  افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن وايي:« زه د ریچارډ بېنیټ غږ بدرګه کوم،په افغانستان کې دې له بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسېږي او د دې ډول بریدونو باید څېړنه وشي.»

به کابل کې د ایران سفارت هم د بلخ برید غندلی او د برید  له قربانیانو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې.

کابل کې د ایران سفارت  وايي:« یو ځل بیا ناپاکو،جنایتکارانو او تروریستانو  د روژې په مبارکه میاشت کې د افغانستان مسلمان وګړي په نښه کړل، ایران د دغه برید د غندلو ترڅنګ قربانیانو ته لوړه درجه او کورنیو ته یې صبر او د زغم هېله لري.»

د مخکېني حکومت د  بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم د بلخ په سی دوکان جومات چې قربانیان یې ټول ملکي وګړي او لمونځ کوونکي دي، غندلی دی.

اتمر زیاته کړې:«دا برید په شیعه مذهبو نه بلکې د افغانستان پر ټولو وګړو دی. د ملګرو ملتونو،د بشري حقونو نړیوال سازمان او د جرمونو له  نړیوالې محکمې غواړم،چې د دې بریدونو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي او د څېړنو غوښتنه دې وکړي.»

د پاکستان پارلمان غړی او د ملي جمهوري غورځنګ غړي محسن داوړ هم دغه برید خواشینی کړی دی.

داوړ وايي:« د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د بریدونو روانه لړۍ، په خاصه توګه د شیعه هزاره ګانو د ډله ییزې وژنې او د افغانانو د ټولو کړاوونو په تړاو باید نړۍ پام وکړي او دا هر څه سم وڅاري.» 

د افغانستان اسلامي امارت  ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د تېرې ورځې بریدونه غندلي او دا یې د بهرنیو  کړیو کار بللی دی. 

مجاهد زیاته کړه:«د افغانستان اسلامي امارت په کابل، بلخ او کندز کې پر ملکي خلکو چاودنې په کلکو ټکو غندي. دغه جنایات د هغو کړیو کار دی،چې په افغاني ټولنې پورې هيڅ تړاو نه لري. موږ د شهیدانو او ټپيانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي ښيیو،شهیدانو ته جنت او ټپیانوته عاجله شفاء غواړو.»

د وړمې ورځې  برید ته د مخکیني حکومت د  ملي روغې جوړې عالي  شورا مشر او نورو سیاسیونو هم غبرګونونه ښودلي او دا یې یو بشري جنایت یاد کړی.

دوی په افغانستان کې د وژنو او مرګونو بریدونو د ژر تر ژره د درېدو غوښتنه کوي او په حاکم نظام غږ کوي،چې د داسوې بریدونو مخه ونیسي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist