Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/06

د بهرنیو چارو وزارت په نوښت د مرکزي اسیا پنځو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره لومړنۍ ګډه مشورتي ناسته په کابل کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د تاجیکستان، ترکمنستان، ازبېکستان، قزاقستان او قرغېزستان د سفیرانو او بهرنیو چارو وزارت د مرستیالانو په کچه د سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وشوې.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د دې ناستې موخه د روانو سیمه‌ییزو  بدلونونو په اړه د نظرونه تبادله، د خپلمنځي ډېپلوماټیکو همغږیو پیاوړتیا او د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزيټي او سیمه‌ییز اتصال لپاره د عملي لارو چارو لټول بولي.

امیرخان متقي وايي: « دغه ناسته یو څو اړخیز سیاسي مشورتي مکانېزم دی چې موخه یې د سیمه ییزو بدلونونو په اړه د نظرونو تبادله، د ډېپلوماتیکو همغږیو پیاوړتیا او د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د همکاریو او په ځانګړې توګه د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او سیمه ییز اتصال په برخو کې د عملي لارو چارو لټول دي.»

بهرنیو چارو وزیر دغه راز وايي، افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې د مرکزي اسیا له هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې د همکاريو پياوړتيا لپاره رغند او اغېزمن ګامونه پورته کړي. د امیرخان متقي په خبره، دغه ګډه ناسته کولی شي په سیاسي، سوداګریزو، ټرانزیټي، امنیتي او د اقلیم بدلون په برخو کې د هر اړخیزو همکاریو روښانه لار نقشه ترسیم کړي.

د نوموړي په خبره، دامهال د دواړو جهتونو ترمنځ د تقابل پرځای د سیمه‌ییزې همغږۍ روایت رامنځته شوی او ټول هغه خنډونه له منځه تللي چې په خبره یې، اړیکې یې زیانمنولې.

بهرنیو چارو وزیر زیاتوي: « موږ هیله من یو چې د دې ناستې په جوړولو او په ګډه د ټولو فرصتونو او ننګونو په ارزولو سره به د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ په سیاسي، سوداګریزو، ټرانزیټي، امنیتي او د اقلیمي بدلونونو په برخو کې د هر اړخیزو همکاریو یوه روښانه نقشه ترسیم کړو.»

امیرخان متقي ناستې ته خبرو کې دا هم وویل چې د مرکزي اسیا هېوادونه د اسلامي امارت په متوازن او اقتصاد محوره سیاست کې ځانګړی ځای لري او د همدې سیاست په پایله کې د سیمې او نړۍ له ګڼو هېوادونو سره ډېپلوماټیک تعاملات رامنځته شوي.

هغه د داعش ګواښونه، د نشه‌يي توکو قاچاق، غیرقانوني کډوالۍ او پلان شوي جرمونه د ګډو اندېښنو په توګه یادوي چې په خبره یې، پر وړاندې يې جدي اقدامات شوي او دغه راز یې په سرحدونو کې امنیتي ستونزې له منځ وړې.

متقي دغه راز وايي، د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د افغانستان سوداګرۍ حجم زيات شوی او د افغان ټرانس، ټاپي، ټاپ او کاسا زر پروژو کارونه هم په چټکۍ سره روان دي.

امیرخان متقي په دې اړه وايي: « د ځینو ویجاړونکو عناصرو لکه داعش ډلې ګواښونه، د نشه یي توکو قاچاق، غیرقانوني کډوالۍ او پلان شوي جرمونه زموږ ګډې اندېښنې دي. د افغانستان امنیتي ادارو په دې برخه کې جدي ګامونه اخستي او د هغو کسانو پر وړاندې یې پر وخت اقدام کړی چې غوښتل یې زموږ دوستانه اړیکې زیانمنې کړي. نن په سرحدونو کې هېڅ امنیتي ستونزه نه شته او موږ په دې برخو کې لا ډېرې همکارۍ ته چمتو یو.»

د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو پرمهال وايي، افغانستان د غوره جیو اکانومیک له ادرسه هڅه کوي مرکزي اسیا له سویلي او لوېدیځې اسیا سره وتړي او په ټرانسپورټي، ریلي او د چاپېریال ساتنې په پروګرامونو کې فعاله ونډه ولري.

په دې ناسته کې د ورته ناستو د دوام غوښتنه مطرح شوه او د دواړو لورو د متخصصینو او کارپوهانو د څېړنیز کنفرانس د جوړېدو وړاندیز هم شوی، ترڅو د امنیتي ننګونو د حل او د سوداګریزو او د اقلیمي بدلونونو په برخه کې ګډه تګلاره رامنځته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist