Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د افغانستان ثبات په اړه له پاکستان سره د امریکا خبرې د افغانستان په ملي حاکمیت تیری دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/21

د سیاسي یو شمېر کارپوهان وايي، د افغانستان د نظام په موجودیت کې د افغانستان په تړاو له پاکستان سره د امریکا متحد ایالتو خبرې په ښکاره د افغانستان پرملي حاکمیت باندې تیری  دی  او پر و ینا یې د ګاونډیانو پرځای دې د افغانستان په تړاو هره اندیښنه باید له اسلامي امارت سره شریکه شي.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت  وايي:« پاکستان او  امریکا د افغانستان د اشغال او غمیزې دوه شریکان وو او  د امریکا خبرې له پاکستان سره د افغانستان په اړه دا د افغانستان په ملي حاکمیت باندې تیری دی. افغان لوری باید په جدي توګه باندې امریکا او پاکستان ته دا واضح کړي،چې هر نوع خبرې د افغانستان د سولې او راتلونکي په اړیکو په اړوند باندې باید له اسلامي امارت سره ترسره شي،نه له کوم ګاونډي هېواد سره.»

د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت وايي، له پاکستان سره له نږدې کار کوي،چې په افغانستان کې دایمي ثبات راولي او پر نوي حکومت د افغانانو د لومړنیو او اساسي حقوقو د منلو په موخه هڅې وکړي.

پخوانی پوځي  سرور نیازی وايي، پاکستان په سیمه کې د افغانستان ستراتیژیک ملګری دی او له لسیزو راهیسې دغه هېواد په افغانستان او سیمه کې د امریکا متحده ایالتو ستراتیژۍ او پلانونه پلي کوي او اوس امریکا خپل هغه ماموریت،چې پخوا یې افغانستان کې درلود،پاکستان ته ورسپارلی دی او اسلام اباد د کابل په ټولو چارو کې لاسوهنه پیل کړې ده.

پخوانی پوځي سرور نیازی  وايي:« پاکستان هغه هېواد دی،چې له پنځو کلونو راپدیخوا د امریکا پلانونه په افغانستان او سیمه کې پلې کوي او د امریکا یو ستراتیژیک ملګر دی. اوس داسې ښکاري،چې امریکا خپل ټول هغه ماموریتونه چې پخوا یې افغانستان کې درلودل،هغه یې پاکستان ته سپارلي دي او پاکستان په ډېره بې شرمۍ د افغانستان په ټولو چارو کې لاسوهنه کوي.»

پخواني دیپلوماتان بیا په دې باور دي،هغه چې طالبان سیاسي اړخ نه ول، امریکا ورسره خبرې کولې، ناستې یې درلودې او حقوقي سند یې ورسره لاسلیک کړ، او اوس چې په افغانستان حاکمیت لر، نظام یې جوړ کړی او دیپلوماتیک چینلونه لري،امریکا د افغانستان قضایاوو په اړه بحثونه له طالبانو سره نه بلکې له پاکستان سره شریکوي،چې د دې مانا دا ده  واشنګټن غواړي، د کابل ټول کنټرول د اسلام اباد په واک کې ورکړي.

دوي وايي،اسلامي امارت او افغان ولس ته په کار دي،چې د امریکا او پاکستان د دغې طوطیې پروړاندې هوښیار واوسي او خپل یووالی وساتي.

پخوانی ډیپلومات عزیز معارج وايي:«دا چې له پرونه طالبان یوه ډله وه او امریکا ورسره په دوحه کې حقوقي سند لاسلیک کړ. ا وس چې طالبان یو دولت دی امریکا ورسره خبرې نه کوی او وايي د افغانستان ثبات لپاره له پاکستان سره خبرې کوي. دا په دې مانا ده،چې امریکا دا ثابتول غواړي،چې د اسلامي امارت دولت د پاکستان له اثر لاندې دی او له بل لوري غواړي،چې د افغانستان کنټرول د پاکستان لاس کې ورکړي، نو طالبان باید په دې اړه ډېر احساس او هوښیار واوسي او د افغانستان ملت باید یو لاس واوسي،چې د امریکا دغه طوطیه شنډه کړي.»

د افغانستان د بهرني چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل بیا وايي، اوس په افغانستان کې مسوول او خپلواک حکومت رامنځ ته شوی او د نړۍ ټول هېوادونه باید د افغانستان په تړاو هره خبره  د افغانانو له مرکزي حکومت سره شریکه کړي، نه له هغو ادرسونو سره چې نه په افغانستان کې حضور لري او نه په قضایاوو کې ښکیل دي.

تکل زیاته کړه:« افغانستان اوس یو مسوول او ټول واک حکومت لري، نو د نړۍ او ټولو هېوادونو لپاره اړینه ده،چې د افغانستان له مرکزي حکومت سره د افغانستان د قضایاو او مسایلو په اړه خبرې او بحثونه وکړي، نه دا چې له هغو ادرسونو سره چې افغانستان کې حضور نه لري او نه هم د افغانستان په قضایاوو کې دخیل دي، نه هم هغه خبرې چې دوی یې له نړۍ د افغانستان په اړه کوي،عملي جامه وراغوستلی شي.»

د امریکا متحده ایالت دا خبره  داسې مهال راپورته کوي،چې پر افغانستان د پاکستان د پوځ جنګي الوتکو له هوايي بریدونو وروسته لسګونه ښځې او ماشومان په کې شهیدان شول، د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist