Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: د نجونو د زده کړو او کار موضوع د افغانستان اقتصادي ثبات پورې تړلې 

اسلامي امارت: له شپږم پورته د نجونو ښوونځیو تړلو پرېکړه په پوره غور شوې او ترامر ثاني به تړلي وي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/20

له یوې میاشتې ځنډ وروسته بالاخره د افغانستان اسلامي‌امارت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د تړلو  لامل له رسنیو سره شریک کړ.

د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست  مرستیال مولوي رحمت الله نجیب وايي، له شپږم ټولګي  پورته  د نجونو ښوونځي شرعي ستونزه لري، پخوانی درسي نصاب له شریعت او فقهې سره په تضاد کې دی او ښوونځیو ته د پخوا په شان د نجونو تګ راتګ، غیر شرعي او د افغاني فرهنګ خلاف دی.

نجیب ډاډ ښودلی  دی،چې اسلامي امارت په جدي توګه کار کوي،تر څو د ستونزو له حل وروسته ټول ښوونځي د نجونو پرمخ پرانیزي.

نجیب زیاته کړه:« هغه مهال چې یې د تعلیمي نصاب لپاره کوم ترتیب جوړ کړی و، که چېرته یې له شریعت، اسلام او فقې سره پرتله کړو، تاسې به خپله ووايئ چې د نجونو دا ډول ښوونه او روزنه د شریعت مخالف ده او دا چې هر څوک له ځانه سره فکر وکړي، نو پوهېږي چې بې لارۍ ته یې بیايي. موږ په دا تېرو ۲۰ کلونو کې له داسې خلک لیدلي چې له بېلابېلو قومونو به خلک راتلل او عریضه به یې کوله چې د نجونو واک مو له لاسه ورکړی دی.»

د استخباراتو ریاست مرستیال،چې د کابل ښار د څو ناحیو سلګونه استازو سره یې ناسته درلوده،وايي، اسلامي امارت د قراني احکامو په رڼا کې د شرعي حدودو جاري کولو او پرځای کولو  ته ژمن دی  او قصاص به هم ترسره کېږي.

نجیب زیاته کړه:« موږ چې څومره حکومتونه تجربه کړي یو یې اسلامي امارت دی. په دې حکومت کې موږ ژمن یوو، چې حدود، قصاص او الهي احکام به پر ځای کېږي او په دې برخه کې موږ له خپلو خلکو سره ژمنه کړې چې اسلامي حکومت او اسلامي نظام جوړوو او خپلې کمبودۍ به د وخت په تېرېدو سره حل کړو.»

دغې غونډې ته،چې د رسنیو استازي هم وربلل شوي ول،د علماوو او مخورو شورا له لوري جوړه شوې وه  او موخه یې د ملت او اسلامي امارت ترمنځ د واټن له منځه وړل ول.

د اسخباراتو ریاست مرستیال په خپلو خبرو کې د نړیوالو له لوري د اسلامي امارت په رسمیت نه پيژندل جفا وبلله او زیاته یې کړه،چې روان فقر او بې وزلي د اسلامي امارت له واکمنۍ سره نه ده راغلې. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist