Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
omid hospital

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/31

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د افغانستان په اړه خپل تازه راپور کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې ملکي وګړي په نښه کوي او په تېر کې يې ترسره کړي بريدونه هم پر ملکي افغانانو  کړي.

په راپور کې د پاکستان پوځي رژیم له لوري يوازې په پکتیکا، خوست او کونړ کې د ملکيانو په نښه کېدو ته اشاره شوې او ويل شوي چې په دې بريدونو کې له ۱۵ زیات ملکي افغانان  ټپیان شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د بشري حقونو نړيوال بنسټ له پاکستان غوښتي چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې پر عامو خلکو بریدونه ودروي.

د بشري حقونو نړیوال بنسټ راپور کې زیاته شوې: « د پاکستان پوځ په پکتیکا، خوست او کونړ کې د ملکي خلکو کورنه په نښه کړي چې په پایله کې یې ۱۷ تنه ټپیان شوي. په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکيان په مستقیم ډول په نښه او اغېزمن شوي دي. پاکستان باید سم‌لاسي په افغانستان کې پر ملکي وګړو بریدونه ودروي او نړیوالو قوانینو ته درناوي وکړي.»

پرعامو افغانانو د پاکستان پوځي رژیم د بریدونو په تړاو د بشري حقونو نړیوال بنسټ په دې راپور کې دغه راز راغلي چې د پاکستان بریدونو له امله ګڼو خلکو خپل کورونه پرې اېښي او په سیمه کې د نوي بشري ناورین خطر زیات شوی.

د پاکستان دې جنګي جنایتونو او له نړیوالو قوانینو سرغړونو په تړاو نظر بیا دا دی چې ملګري ملتونه، د بشر حقونو نړیوال مدافع بنسټونه او د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان باید په دغو جنایتونو سترګې پټې نه کړي او عاملان يې د جنګي جرامونو څېړنې نړیوالې محکمې ته معرفي کړي.   

پخوانی سناتور هاشم الکوزی وايي: « موږ پر نړیوالو او د بشري حقونو پر ملاتړ ادارو غږ کوو چې د افغانانو غږ ولې تر تاسو نه رسېږي؟ ولې د پاکستان له پوځیانو پوښتنه نه کېږي چې افغانان په کومه ګناه وژني؟ باید محکمې ته معرفي شي او د افغان انسان د وژلو پوښتنه ترې وشي.»

ځینې نور بیا وايي، د بشري حقونو په تړاو د نړیوالو په دې شعار نور باور نه لري چې وايي د بشري حقونو مدافعان دي. د دوی په خبره، د فلسطین او غزې په شمول په افغانستان کې هم د ملکي وګړو او د هغوی د کورونو په نښه کېدو له امله د پاکستان له لوري ښکاره جنګي جرمونه ترسره کېږي.

شنونکي ټينګار کوي چې نړيوال دې د بشري حقونو خونديتوب ته د خپلې ژمنتيا ثابتولو په موخه پر افغانستان د پاکستان د يرغل مخه ونيسي.

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصراصولي وايي: « په نړۍ کې د بشري حقونو ادعا غلطه ده او په دې اړه جوړ شوي سازمانونه هم اوس مهال غلي دي. د پاکستان کرايي پوځ زموږ ملکي وګړي او تاسیسات بمباروي، خو هېڅ غږ نه پورته کوي.»

پاکستان پر افغانستان د يرغل له پيل راهيسې تل ملکي اهداف په نښه کړي او په دې ترڅ کې یې تر ټولو خونړی بريد په کابل کې پر نشه‌يي توکو روږدو کسانو د درملنې پر مرکز(امېد روغتون) وکړ چې په کې د رسمي شمېرو له مخې ۴سوه کسان شهيدان او نږدې ۳سوه نور ټپيان شول.

تازه يې په کونړ کې هم د ملکيانو د استوګنې پر کورونو او ښوونځی د هاوان مرمۍ ویشتې دي چې په پايله کې يې ۱۷ تنه ملکي افغانان ټپيان او يو تن شهيد شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist