Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د شکایتونو کمیسیون د رایو تفتیش ته نه حاضرېږي

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/06

د ولسمشریزو ټاکنو د معلوماتي کڅوړو اخیستونکو شمېر درې اویا ته رسيدلی.

د ټاکنو کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونو تر منځ نه همغږي د کابل د پارلماني ټاکنو پایلې ځنډولي دي.

د کابل د رایو د بیا شمیرنې پروسې نظارت ته د شکایتونو کمیسیون نه حاضريږي او همدا لامل دی چې د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې ځنډیدلي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي؛ د کابل د ټاکنو اتیا سلنه تخنیکي کارونه بشپړ شوي او د ځینو محلونو تر تفتیش وروسته به د اونۍ تر پایه لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

له دې سره د ولسمشریزو ټاکنو د معلوماتي کڅوړو اخیستونکو شمېر درې اویا ته رسيدلی خو تر دې دمه دوو کسانو رسماً نوم لیکنه کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي؛ د کابل ولایت د ټاکنو ۸۰ سلنه مواد یې سیسټم ته دننه کړي او د ځینو محلونو د رایو تفتیش لپاره د شکایتونو کمیسیون نه حاضريږي چې کارونه یې ځنډولي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شکایتونو کمیسیون پړ بولي چې پر خپل وخت د پروسې تفتیش ته نه دي راغلي.

دوی وايي؛ که د شکایتونو کمیسیون د کابل د رایو تفتیش پروسې ته حاضر شي د اونۍ تر پایه د کابل لومړني پایلي اعلانیدی شي.

په دې تړاو مو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نظر اخیست، خو هغوی حاضر نه شول چې خبرې وکړي.

له بلې خوا د ټاکنو کمېسیون وایي، د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۷۳ کسانو معلوماتي کڅوړې تر لاسه کړي چې دوه کسانو یې نوم لیکنه کړې ده.

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند کیدو لپاره د جدي وروستۍ نېټې انتخاباتي ټکټونه کولای شي کمېسیون ته ورشي او نوم لیکنه وکړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist