Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/31

د ملګرو ملتونو مامورین وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په روانه جګړه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې څېړنې مسوولیت د اغېزمن هېواد مسوولیت دی، په ځانګړې ډول د پاکستان پوځي رژیم په بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په تړاو ناپیلې څېړنې وکړي.

د افغانستان د بشري حقوقو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی په دې تړاو د شمشاد ټلویزیون یوې پوښتنې ته په ځواب کې وايي، د دغو څېړنو اساسي موخه د عاملانو محاسبه او د قربانیانو کورنیو ته د تاوان ورکولو د امکاناتو برابرول دي.

ریچارډ بېنېت دغه راز ویلي، ملګري ملتونه او نورې نړیوالې ادارې یوازې د دا ډول څېړنو څارنه کوي، ترڅو ریښتنولي یې څرګنده شي.

د بشري حقوقو برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي: « لومړې مسوولیت زیانمن شویو هېوادونو ته متوجه دی چې په ناپیلې توګه په دې اړه او په تېره بیا د پاکستان د بریدونو په اړه څېړنه وکړي. په دې توګه قربانیان او د کورنۍ غړي یې د غرامت یا تاوان اخستو وړ وګرځي. له دغو څېړنو څخه به موږ یانې ملګري ملتونه او نورې نړیوالې ادارې څارنه وکړو. اوس مهال په نړیواله کچه دوې داسې ادارې شته چې د څېړنو اجازه لري. یوه له دغو ادارو د جرمونو په نړیواله محکمه کې اوس د افغانستان لپاره د څېړنو مکانېزم دی.»

ریچارډ بېنېت دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په کابل کې د روږدو پر روغتون له برید وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت، د اروپايي ټولنې ماموریت، په کابل کې د ځینو هېوادونو سفیرانو او ډېپلوماټانو له برید وروسته یاد روغتون ته ورغلل، ترڅو وګوري چې څومره زیان اوښتی.

په ایمرجنسي روغتون کې د یوناما یوه پلاوي د روږدو درملنې له روغتون څخه لیدنه وکړه. دغه راز، یوناما د روغتون هدف ګرځول تایید کړل او هم یې په پېښه کې وژل شوي کسان تایید کړل چې ملکیان دي.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې د کابل دفتر یوه پلاوي هم د روږدو له روغتون څخه لیدنه وکړه او دا یې تایید کړه چې روغتون او په هغې کې بستر ناروغان هدف ګرځول شوي.

معمولا څېړنې د ځینو ادعاو او حقایقو د معلومولو لپاره کیږي او اوس دا ثابته شوې چې روغتون او په کې بستر ناورغان هدف ګرځول شوي.

شنوونکي وايي، د پاکستان له خوا د ملکي وګړو او عامه تاسیساتو هدف ګرځول ثابت شوي او باید پر وړاندې یې ګامونه پورته او د پېښې عاملان محاسبې ته راکښل شي.

یو شمېر نور شنونکي په دې باور دي چې ملګري ملتونه کولی شي لږ تر لږه د دا ډول پېښو د بیا تکرار مخه ونیسي.

د بشري حقوقو فعال علي رضا کریمي وايي: « زما په اند، د یوه خپلواک حقیقت موندونکی پلاوي ګومارل، د بشردوستانه مرستو وړاندې کول او له قربانیانو څخه ملاتړ باید په لومړي سر کې ترسره شي. همدارنګه، د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو ملاتړ ادارو او مرستندویه ټولنو په څېر بنسټونه باید په دې برخه کې لا ډېر فعال رول ولري. باید د دې ډول پېښو د تکرار مخه ونیسي.»

د ملکي مرګ ژوبلې څېړلو په برخه کې د ملګرو ملتونو د رول په اړه دا بحثونه داسې مهال کېږي چې د پاکستان پوځي رژیم له خوا په افغانستان کې د ملکي وګړو او تاسیساتو هدف ګرځولو لړۍ لا هم روانه ده او هره ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون، ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.  

د بښنې نړیوال سازمان په دې اړه له پاکستان وضاحت غوښتی چې په کابل کې د روږدو پر روغتون یې برید د څه ډول معلوماتو له مخې کړی او ایا دا معلومات یې بیا ځل تایید کړي که نه؟

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist