د یوې کونړي کورنۍ ماشومان په خپل کور کې په لوبو بوخت وو چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د ډيسي توپ مرمۍ وویشتې، د دوی کور یې ویجاړ کړ او په پایله کې یې یو شمېر ماشومان ژوبل شول.
د پاکستان پوځي رژیم دې ډول بریدونو په ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګونونه پارولي او په لویه کچه له اسلامي امارت څخه د غچ اخستلو غوښتنه کوي.
د کونړ مرستیال والي دې بریدونو ته په اشارې وايي، د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د توپونو، هاوانونو او نورو درنو وسلو په کارولو سره د کونړ مرکز اسعد اباد ښار کې د ملکي وګړو کورونه په نښه کړي او له امله یې یو ملکي کس شهید او ۱۷نور ژوبل شوي دي.
د هغه په خبره، د پاکستان پوځي رژیم له لوري هره ورځ د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ملکي وګړو کورونه هدف ګرځول کېږي او له امله یې تر ډېره ښځې او ماشومان قرباني کېږي.
د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني وايي: « له څلور نیمو تر اته نیمو بجو پورې د کونړ ولایت په مختلفو برخو د دې اجیر او ظالم هېواد له خوا زموږ په بې ګناه او مظلم ولس باندې ظالمانه ګوزارونه شوي. د دې بریدونو په پایله کې په مرکز اسعداباد کې یو کس شهید او ۱۷ کسه ټپیان لرو.»
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د پوځي رژیم د ملېشو له خوا د هاوانونو او نورو ثقیله وسلو فیرونه شوي چې په پایله کې یې زموږ ۱۸ تنه ولسي وګړي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي ژوبل شوي او یو کس شهید شوی دی.»
سیاسي شنونکي بیا وايي، پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغانستان پر وړاندې له دښمنۍ ډک سیاست پرمخ وړي.
دوی له اسلامي امارت غواړي چې د پاکستان پر وړاندې ورته سیاست غوره کړي او د خپلو خلکو د وینو غچ ترې واخلي.
د سیاسي چارو کارپوه روح الله هوتک وايي: « د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو څارونکې ډلې دا بریدونه تر ډېره غیرقانوني او نا موجه بولي، خو هېڅ ډول جدي ګامونه یې نه دي پورته کړي. تمه کېږي چې نړیواله ټولنه د پاکستان پر وړاندې جدي غبرګون وښيي.»
شنوونکي په دې باور دي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ روان کړکېچ د هېڅ یوه هېواد په ګټه نه دی او دواړو خواو ته په کار ده چې شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي؛ ځکه چې د جګړې اصلي بیه د دواړو هېوادونو ملکي وګړي پرې کوي.
دوی دا سپارښتنه هم کوي چې اسلامي امارت باید د دې جګړې پر وړاندې ځان چمتو کړي؛ ځکه چې دا جګړه اوس پر اسلامي امارت تپل شوې ده.
د پوځي چارو کارپوه اخترمحمد راسخ وايي: « باید د دواړو غاړو پښتنو لویه جرګه جوړه شي، ترڅو د پاکستان د دې ظلم او تېري پر وړاندې یوه ګډه پرېکړه وکړي.»
د پوځي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « د پاکستان تېری او جنایت به تر هغو روان وي چې افغانستان کې یو ملي حاکمیت نه وي راغلی.»
دا بریدونه په داسې حال کې دي چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم له خوا کېدونکي بریدونه د ملګرو ملتونو منشور له دویمې مادې او نورو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې وبلل.
د نړیوالو چارو کارپوهان وايي، پاکستان هغه وخت د ځواک کارونې او ځان د دفاع حق لري چې لومړی پرې د افغانستان له خوا برید وشي.
د جرمونو نړیوالې محکمې هم هغه استدلال رد کړی چې وايي په یوه هېواد کې د ترهګرو ډلو موجودیت له امله بل هېواد کولی شي پر هغه هېواد برید وکړي.