وړاندې په اعلامیه کې راغلي، پاکستان له تیرو څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان کې نیابتي جګړه مخ ته وړې،چې له امله یې د افغانانو ملي یووالي ته زیان اوښتی دی.
دغه راز اعلامیه کې ویل شوي، دا لومړی ځل نه دی،چې پاکستان د افغانستان پر خاوره برید کوي،بلکې تل یې بشر حقونه تر پښو لاندې کړي او پر ګاونډیو هېوادونو یې تعرض کړی دی.
یاده جرګه وايي، وړاندې له دې چې د پاکستان دا ډول سټراټيژیک پلانونه لا زیات شي، نړیوال یې باید مخه ونیسي.