Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کډوالو وزارت د افغان کډوالو ستونزو حل په موخه څلور اړخېزه ناسته رابللې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/18

د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي کابل کې د ملګروملتونو د کډوالۍ عالي کمشنري، پاکستان او ایران سره د څلور اړخیزې ناستې کوربه توب کوي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، دغه څلور اړخېزه ناسته به په کابل کې د می میاشتې پر ۱۶نیټه ترسره شي.

حقاني زیاته کړه:« د ایران او پاکستان له ناستو وړاندې به د کډوالو عالي کمشنري، پاکستان او ایران سره په کابل کې ووینو  او غواړو د کډوالو ستونزي حل کړو.»

په ورته وخت کې حقاني وايي، په پاکستان او ایران هېوادونو کې هم د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو درې اړخیزې ناستې لري،خو په خبره یې تر اوسه پورې یې ټاکلې نیټه څرګنده نه ده.

هغه زیاته کړه:«له پاکستان او ایران هېوادونو  سره درې دوه اړخېزې ناسته لرو،خو د ناستو دقیقه نیټه لاهم مالومه نه ده، خو ناستي به د افغان کډوالو د ستونزو دحل په موخه ترسره شي.»

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې باور دي،چې د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو پخوا هم ډېرې ناستې ترسره شوي او ملموسه پایله یې نه ده ورکړې.

هغوی ټینګار کوي،چې نور باید د  افغان کډوالو د حق غوښتنې په برخه کې عملي اقدامات وشي.

د سیاسي چارو شنونکی خپلواک افغان وايي:« افغانان په ایران او پاکستان کي زیات له ستونزو سره مخ دي.د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر هم څو ځلې تللی،خو د کډوالو د ستونزو حل په اړه عملي ګام پورته کول اړین دي.»

اوس مهال په دواړو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې شااوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال میشت دي او د اسلامي امارت له راتګ سره د افغانانو د کډوال کېدو بهیر بیا ګړندی شوی دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist