Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: ټول افغانان باید په یوه خوله د پاکستان پر وړاندې ودرېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/18

په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستان پوځي الوتکو له هوايي برېدونو وروسته،چې لسګونه ښځې او ماشومان په کې ووژل شول، اوس د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، جلا جلا اعلامیې او غندنې ځایه نه نیسي او باید ټول افغانان په یوه خوله د پاکستان پر وړاندې ودریږي.

دوی وايي، د پاکستان یرغل ته په غبرګون کې باید  په کابل کې ملي کنفرانس او جرګه جوړه شي او په  کې ټولو فعالو سیاسي څیرو،د مدني ټولنو غړو او همدا راز طالب مشرانو ته په کې ونډه ورکړل شي او له همدې واحد سټیجه دې د پاکستان پر وړاندې دریځ اعلان شي.

د دوی په خبره، نظام دې د ملي ګټو لپاره پر ولس باور وکړي او ټول افغانان باید د پاکستان پر وړاندې د اسلامي امارت له اوسني دریځ ملاتړ وکړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:«  د پاکستان د یرغل پر وړاندې باید ټول افغانان په یوه خوله شي، دا چې د مختلفو ګوندونو له لوري د پاکستان د یرغل د غندلو په موخه جلال جلال اعلامیې خپریږي، دا نه شي کولای چې د پاکستان پر وړاندې د واحد ملت غږ راغبرګ کړي. ښه به دا وي،چې په کابل کې یو ستر ملي کنفرانس راوغوښتل شي او د پاکستان پر وړاندې ملي دریځ ونیول شي،هغه کې ټول ګوندونه سیاسي فعالان،مدنې ټولنې، قومي مشران او طالب چارواکي ټول په همغږۍ باندې په کې د پاکستان  پر وړاندې خپل دریځ څرګند کړي،ترڅو پاکستان پوه شي، چې افغانان واحد ملت دی او دوی کې پښتون،تاجک ازبیک هزاره نشته دی.»

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي، په جلا جلا اعلامیو کې د پاکستان دیرغل غندل ګټه نه لري او باید ټول سیاسيون له حکومت سره په همغږۍ د پاکستان پر وړاندې اقدام وکړي او په دې تړاو دې د نظام له وروستي دریځه ملاتړ وکړي. 

حکمت زیاته کړه:«  پوه او ویاړلي ملتونه په ستونزو کې یووالی ساتي او موږ یو نظام لرو او باید د دې نظام ترشاه ودریږو. نظام دې ته راوبولو،چې د ملي ګټو لپاره پر ولس  باور او اتکاء وکړي،د دغسې یوه حالت لپاره جلا جلا اعلامیې او غندنې درست کار نه دی ټول باید په یوه خوله د اسلامي امارت له دهغه دریځه ملاتړ وکړو چې د خپلې خاورې ساتلو لپاره یې نیولی او د پاکستان دغه ستر جنایت یې غندلی دی.»

ملي دفاع وزارت  پر کونړ او خوست د پاکستان هوايي بریدونه  ټولو نړیوالو قوانینو نقض یاد کړي او خبر داری یې دادی،چې افغانستان د یرغل پر وړاندې چوپه خوله نه  شي پاتې کیدای .

د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا  وايي:« د پاکستان د بمباریو په مقابل کې افغانانو ته یو دریځ په کار دی او هغه داسې دریځ،چې د افغانستان استقلال ثابت کړي او حکومت دې خلک خپل کړي،چې د پاکستان د بریدونو او یرغل پر وړاندې یو او ځواکمن دریځ رامنځ ته شي.»

له هغې وروسته چې د خوست په سپیرې او کونړ په شلتن کې د پاکستان  جنګي الوتکو هوايي بریدونه وکړل او عام خلک یې ووژل،د افغان لوري بېلا بېلو ادرسونو د غندنې اعلامیې خپرې کړې، پخواني ولسمشر حامد کرزي ، جلا دریځ درلود ، پخوانیو ځینو سیاسیونو جلا اعلامیې درلودې او همدا راز اسلامي امارت خپل دریځ درلود چې دغه کار د افغانستان واحد صف د پاکستان پر وړاندې پاشلی ښکاره کړ.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist